روسیه او هند په ګډ کنفرانس کې پر افغانستان بحث کوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

روسیه او هند په ګډ کنفرانس کې پر افغانستان خبرې کوي

روسیه او هند په ګډ کنفرانس کې پر افغانستان خبرې کوي.

د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د روسیې او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ګډه غونډه جوړه کړي چې یوه مهمه موضوع به یې د افغانستان وضعیت وي.

روسي چارواکي وايي چې هند په سیمه کې د افغانستان د اوسني وضعیت او امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري؛ نو له همدې امله غواړي په دې تړاو له روسیې سره خبرې وکړي.

په دې غونډه کې به د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، پر سیاسي او نظامي همکاریو او د دواړو لورو ترمنځ د تماسونو پر ډېرولو هم بحث کېږي.

دوی به په پای کې د افغانستان په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي چې په هغه کې به یې خپلې اندېښنې او وړاندوینې شریکې کړې وي.

بلخوا تېره ورځ کریملین ویلي، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په را روانه غونډه کې پر نورو مسایلو سربېره پر افغانستان هم خبرې وکړي.

د کریملین یوه سلاکار یوري اوشاکوف ویلي چې د دې انلاین سرمشریزې لپاره په راتلونکو ورځو کې یوه احتمالي نېټه په پام کې نیول شوې، خو مسکو ګوري چې واشنګټن به یې کله تایید کړي.

اوشاکوف زیاته کړه چې په دې سرمشریزه کې به د افغانستان، لیبیا، سوریې، ایران او نورو هېوادونو پر اړوندو مسایلو خبرې وشي.

د اوشاکوف په وینا پوتین همدا راز غواړي، بایډن ته د امنیتي ضمانتونو د هغې طرحې خبره وریاده کړي چې له مخې یې باید د ختیځ پر لور د ناټو د پراختیا مخه ونیول شي او هغه څه ته چې مسکو یې د اوکراین په ګډون د روسیې ګاونډیانو ته د ګواښونکو وسلو استول بولي، د پای ټکی کېږدي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي