روسیه: امریکا افغانستان د فساد پر کنده بدل کړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

روسیه وایي امریکا په افغانستان کې بحران رامنځ ته کړ او لا هم ددې بحران د پراختیا په لټه کې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا په تېره پنټاګون په افغانستان کې فساد خپور کړ او دغه هېواد یې د فساد پر کنده بدل کړ.

نوموړې ویلي چې ددې تر څنګ امریکا په افغانستان کې د بحران مسووله ده او اوسنی بحران یې رامنځ ته کړی چې افغانان یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

زخارووا وایي امریکا ته په کار وه، چې د بحران د ختمولو لپاره یې هڅې کړې وی، خو برعکس دغه هېواد لا هم د بحران د پراختیا په لټه کې دی.

په ورته وخت کې د اروپایي کمیسیون رییسې اورسولا فون در لاین ویلي چې اروپایي ټولنه باید په افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ او بشري بحران مخنیوي برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او دغه هېواد ته د بشري مرستو د دوام ملاتړ وکړي.

نوموړې که څه هم ویلي چې دوی به په افغانستان کې رامنځته شوی نظام په رسمیت ونه پېژني خو د بشري بحران مخنیوي برخه کې به خپلې هڅې دوامداره وساتي.

نوموړې دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی د اروپایي ټولنې او امریکایي پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی او د مذاکراتو اجنډا یې د افغانستان د ملي پانګې خلاصون، د اقتصادي بحران مخنیوی او افغانستان ته د بشري مرستو دوام بلل شوې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي