روان (۲۰۱۸) کال کې څنګه نیکمرغه او خوښ اوسو؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: ایمل مړوند
د افغانستان په شان یو هیواد کې چې د سیاسي ناندورو سربېره يې وګړي هره ورځ د بمونو، چاودنو، وحشتونو شاهدان او قربانیان وي، ناممکنه ده چې اوسیدونکي دې له رواني او ذهني کړاو سره مخ نه وي.
د هیواد د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې همدا اوس ۶۰ سلنه وکړي، د ذهني او رواني ناروغیو له امله کړیږي، چې عوامل يې په هیواد کې روانه جګړه، سیاسي خالات او نور ټولنیز عوامل یاد شوي دي.
او دا یوازې زه ته نه یو، بلکې ګڼ نور د هیواد د روان بد وضعیت سربېره په خپل ټولنیز او شخصي ژوند کې ځينې داسې ستونزې او ننګونې لري چې له امله يې وخت ښه نه تېریږي او د ډېرو نورو کلونو په شان يې ۲۰۱۷ کال هم د ذهني او رواني کړاو سره تېر کړی دی.
خو هغوی چې غواړي راتلونکی کال يې نیکمرغه او خوښ وي، نو باید د ۲۰۱۷ کال سره د خدای پامانۍ تر څنګ باید خپلو ټولو منفي فکرونو او سوچونو ته هم بای بای ووايي او مخه ښه ورسره وکړي.
نو! ۲۰۱۸ کال ته هرکلی د نویو مثبتو فکرونو او نویو پلانونو سره ووايئ او دا کال په خپله د خپل ځان لپاره نیکمرغه او د خوښۍ کال وګروځوئ. دا کار ډېر ستونزمن نه دی، داسې هم نه ده چې ټولې ستونزې او مسایل حل کیږي، خو که چېرې تاسو په خپلو ورځنیو ځينو عاموعادتونو کې بدلون راولئ، دا چاره به ستاسو په ژوند کې د خوږو او ښکلو شیبو په ډېرولو کې لویه مرسته وکړي.
۱– خبرونه مه ګورئ
ګڼو روغتیايي او سیانسي څېړنو ثابته کړې ده، چې منفي او د جنګ جګړو خبرونه د انسان په رواني روغتیا ډېره بده او ناوه اغېزه کوي، نو مهرباني وکړئ او د څه مودې له پاره د خبرونو اوریدلو نه پرهیز وکړئ، تر هغې چې رواني روغتیا مو ډاډمنه شي.
۲– انکار کول زده کړئ
همدا اوس چې د ۲۰۱۸ کال پیل دی، ومنئ چې تاسو ټول کارونه نه شئ کولای؛ نو د هر چا هرې نا ممکنې غوښتنې ته هو مه وايئ! بس دا عادت مو هم سر له اوسه پرېږدئ. ممکن دا چاره تر یوه وخته سخته ځکه وي چې د ځينو کسانو زړونه به درنه بد شي، خو تاسې نه شۍ کولی چې د نورو هر ډول غوښتنه ومنئ او پر ځان سخته وګالئ.
۳. ټولنیزې رسنۍ د خپلې ګټې لپاره وکاروئ
د ګڼو روغتیايي څېړنو له مخې د ټولنیزو رسنیو ډېره او بې هدفه کارونه هم د انسان رواني او ذهني سلامتیا ته سخت زیان رسوي. نو سره له اوسه تصمیم ونیسئ چې له ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول به له فیسبوکه فاصله ونیسئ.
پوهیږم! دا کار ستونزمن دی، ځکه چې پر ټولنیزو رسنیو روږدي کسان په اسانه نه شي کولی چې فاصله ورسره ونیسي، خو که دا کار مو وکړ نو ۲۰۱۸ کال به مو ځان ته ښه کړی وي.
۴. سپورټ وکړئ
دا خبره به مو ډېره اوریدلي وي چې د ورزش بدیل نشته. د روغتیايي څېړنو له مخې، سپورټ کول مو په جسمي او ذهني پلوه ښه او تندرست ساتي. ارواه پوهان باور لري چې سپورټ د ژورخپګان او نورو رواني ناروغیو په مخنیوي کې پوره مرسته کوي.
نو هڅه وکړئ چې ددې کال د پیل په ورځیني مهال ویشت کې سپورټ ته هم ځای ورکړئ.
 ۵. هدف وټاکئ
دا چې ۲۰۱۸ م کال تازه تازه پیل شوی دی، تر پایه پورې يې د ځان له پاره یو هدف وټاکئ چې تاسو باید ورورسیږئ! د بېلګې په توګه د کومې ژبې یادول، یا د کمپیوټر کوم پروګرام یادول او…
ارواح پوهان باور لري چې د هدف ټاکل او هغې ته کار کول مو د ذهن نه منفي فکرونه لرې شړي او ستاسو ذهن متمرکز کوي.
۶. سفر وکړئ
که تاسو يې منئ که نه؛ خو د پیسو نه ډېر انسان ته ښه یادونه ډېره خوشالي ورکوي، چې انسان سره د ښو شیبو نه پاتې وي، نو هڅه وکړئ چې خپلې پیسې په ځينو نویو تجربو مصرف کړئ. نویو ځایونو ته لاړ شئ، له دوستانو سره چکر ووهئ او…
۷. د پیسو سپما کولو له پاره پلان وکړئ
د انسان د ځينو ورځنیو ستونزو لامل کله کله پیسې وي. پیسې هغه څه دي، چې د ډېرو پر باور ګڼو کسانو ته يې ذهني ستونزې پیدا کړي دي. نو ښه داده چې د ۲۰۱۸ کال لپاره یو ښه مالي پلان له ځان سره جوړ کړئ.
تاسو باید زده کړئ، چې سپما څنګه وکړئ او خپل لګښتونه او ګټه مو څه ډول تنظیم کړئ. دا چاره هم تاسو سره مرسته کوي چې د ژوند شیبې مو پرسکونه تېرې کړئ.
۸. خوب مو منظم کړئ
د پوره خوب د فایدو په اړه به مو ډېر لوستي وي او په دې به هم پوهیږئ چې د انسان د جسمي او رواني سلامتیا له پاره پوره خوب کول څومره مهم دي.
نو داسې وکړئ چې د ځان لپاره سر له همدا اوسه د ویدکیدو او له خوبه د راپورته کیدو وختونه وټاکئ، پر خپل ټاکلي وخت بیسترې ته ځئ او په خپل ټاکلي وخت بېرته پورته کیږي.
دا چاره مو د ذهني سلامتیا په ساتلو کې مرسته کوي.
۹. هیلې مو لوړې کړئ
دا چې وايئ تاسو هیڅ کار او پرمختګ نه شئ کولئ، دا سوچ مو بدل کړئ. که کله تاسو د یو کار په شروع کې له ستونزو سره مخ کیږئ؛ نو حوصله مه بایلۍ او مقاومت وکړئ او له ځان سره ووایئ چې تاسو د هر هغه کار کولو وړتیا لرئ چې نور خلک يې کولی شي.
دا کارستاسو په خپل وس او لاس کې ده.
۱۰. خپل ځان ته ارزښت ورکړئ
دا ریښتیا ده چې نور خلک تاسې ته خوښي نه شي درکولی، بلکې تاسې خپله يئ چې د خپل ژوند لوری ټاکئ او خپل ځان ته خوښي ورکولی شئ.
نو له ځان سره وعده وکړئ چې دا کال چې لا يې پیل دی خپلو احساساتو او جذباتو ته ارزښت ورکوئ.
کله چې تاسو خپله خپل ځان او خپلې وړتیاوې وپېژنئ او هغه ومنئ د ټولنې نور خلک يې هم مني، خو که تاسو خپله پر ځان بې باوره يې، نور هم پر تاسو باور نه شي کولی.