د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره (آي پي ایل) تجارتي سیالیو نیلامۍ ته د ۱۰ افغان لوبغاړو نوملړ په ډاګه شو.
د هندوستان د (آي پي ایل) سیالیو حکومتي شورا د راتلونکي یولسم پړاو نیلامۍ ته د ۵۷۸ کورنیو او بهرنیو لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې پکې ۳۶۰ لوبغاړي د هندوستان څخه شامل شوي دي.
دې سیالیو ته ۱۱۲۲کورنیو او بهرنیو لوبغاړو خپل نومونه ثبت کړي ول، چې له ډلې یې ۵۷۸ لوبغاړي په وروستي لیست کې شامل شول.
د دغه سیالیو د یوولسم پړاو نیلامي به د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۷ او ۲۸ مه نېټو سره د هندوستان په بنګلور کې پیل شي، چې پکې د نورو هېوادونو سربیره د افغانستان څخه هم ۱۰ افغان لوبغاړي شامل دي.
په اعلان شوي نوملړ کې د افغان لوبغاړو څخه شهزاد محمدي، محمد نبي عیسی خیل، راشد خان، شفیق الله شفق، نجیب الله ځدران، ګلبدین ناییب، دولت ځدران، شاپور ځدران، مجیب ځدران او ظاهر خان شامل دي.
د افغان لوبغاړو څخه تر ټولو لوړ قیمت د راشد خان لپاره ۲ کروړه، تر ټول کم قیمت د ظاهر خان لپاره ۲۰ لکه او د نورو ۸ لوبغاړو لپاره ۵۰ لکه هندي کالدارې قیمت ټاکل شوی دی، چې د دې قیمت څخه په کمو پیسو به نه لوبیږي.
د لوبغاړو د نیلامۍ په دې لیست کې د بهرنیو لوبغاړو له ډلې د اسټرالیا څخه تر ټولو ډیر ۵۴، جنوبي افریقا څخه ۴۲، ویسټ انډیز څخه ۳۴، نیوزیلینډ او انګلستان څخه ۲۴، د سریلنکا څخه ۱۸، افغانستان څخه ۱۰، بنګله دیش څخه ۶، زیمبابوې څخه ۴ او ایرلینډ څخه ۱ لوبغاړی شامل دي.