د ا.ا مرستيال ویاند انعام الله سمنګاني وايي چې د ولايتي رییسانو او د مستقلو ادارو د مسؤولينو د ټاکلو صلاحیت د اړونده وزارت او مستقلې ادارې صلاحیت دى او د واليانو موافقه په کې شرط نه ده.
د سمنګاني په وينا د کابینې د پرېکړې له مخې د ولایتي رییسانو او مسوولينو د ټاکلو صلاحیت وزارتونو او مستقلو ادارو ته ورکړل شوى دى.
د نوموړي په خبره چې د ولايتي رییسانو او ولايتي مسوولينو د ټاکلو غوښتنه د وزير او مستقلې ادارې رییس په امضا د اعتبار وړ دي.
د سمنګاني په وينا کابينې همدا راز پريکړه کړې چې وزارتونه او مستقلې ادارې مؤظفې دي چې د موجه دلايلو او د اجرااتو له ارزيابۍ پرته برحاله ریيسان له دندو لرې نه کړي.
کابينه د واليانو څخه د ولايتي مسوولينو د ټاکنې صلاحیت په داسې حال کې اخلي چې په ولایتونو کې يو شمير رییسان د واليانو له خوا ټاکل شوي او يو شمېر نور يې له دندو ګوښه شوي دي.