په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه د اسلامي علماوو کنفرانس جوړ شوی دی.
په دې کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان دیني علماوو ګډون کړی دی، همدا راز د سعودي عربستان چارواکي، دیني علما او د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان غړي هم ددې کنفرانس ګډونوال دي.
دوی په یوه خوله په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو غوښتونکي دي او له ښکېلو لورو غواړي چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.
په دې کنفرانس کې تر دې دمه د پاکستان او افغانستان سفیرانو ویناوې کړې دي.
په سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر وویل چې دوی د سولې غوښتونکي دي او تمه لري چې د افغان سولې روانه پروسه یوې پایلې ته ورسېږي.
پاکستاني سفیر دغه راز ټینګار کړی چې دوی د سولې ملاتړي دي او تل یې په دې برخه کې همکاري کړې ده.
هغه زیاته کړې چې پاکستان تل طالبان د سولې خبرو ته هڅولي دي او ددې غوښتونکي دي چې ګاونډی افغانستان یې له سولې برخمن شي، ځکه ددغه هېواد سوله د ټولې سیمې سولې او ثبات ته مهمه ده.
په دغه غونډه کې د اسلامي همکاریو په چارو کې د پاکستان وزیر نورالحق قادري ویلي چې دوی نن پر یوې ډېرې مهمې موضوع د خبرو اترو لپاره سره راټول شوي دي.
هغه زیاته کړې، سعودي تل د اسلامي امت د اتفاق سبب کرځیدلی، اسلام هر وخت په سوله او امن ټینګار کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې اسلام د امن او سولې دین دی او هیڅکله یو مسلمان بل هغه ته ضرر او درد نه رسوي.
په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو په سازمان کې د پاکستان استازی رضوان سعيد شيخ هم افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه بللې او ټینګار یې کړی دی چې افغانان باید په خپلو کې سره جوړ شي او سوله وکړي.