ایا شونډې مو وچې او چاودیدلې دي؟ ایا شونډې غوړونکی (لب چرب) هم پرې تأثیر نه کوي؟ د حل لاره یې څه ده؟
شونډې د موسمونو په بدلیدو او د ځينو نورو ناسالمو عادتونو لکه، په شونډو د ژبې وهل او د خوړو رژیم له امله وچیږي، چوي او خپل طبیعي رطوبت له لاسه ورکوي، خو لاندې کورنۍ نسخې د وچو او چاودیدلو شونډو په رغولو کې خورا چټکه مرسته کوي:
۱- د بادام غوړي
د بادامو غوړي د حساسیت د کمولو هغه مرطوب کوونکي تیل دي، چې د وچو شونډو د رغولو لپاره کارول کیږي. دغه غوړي په خپل جوړښت کې د (A) او (E) ویټامینونه لري، چې د ازادو راډیکالونو په نوم یادیږي او کله چې په وچو او چویدلو شونډو ووهل شي، نو سم دلاسه یې رغوي. دغه ګټور غوړي د وچو او تویدونکو ویښتو لپاره هم ښه نسخه ده.
۲- بادرنګ
د وچو او چاودیدلو شونډو لپاره د بادرنګ کارول یوه بشپړه او صحي درملنه ده. که غواړئ چې د خپلو وچو او چاودیدلو شونډو د درملنې لپاره له بادرنګه کار واخلئ، نو یو بادرنګ راواخلئ او په وړو ـ وړو ټوټو یې ټوټه کړئ او بیا یې د ۵ دقیقو لپاره په خپلو شونډو کیږدئ. وروسته له ۵ دقیقو یې لرې کړئ او بیا وګورئ چې شونډې به یې څومره درته ښویه او ښې کړې وي.
۳- لیمو
لیمو د شونډو پوستکي ته قوت وربښي او د لیمو جوس کارول انسان د وخت نه مخکې زړښت نه ساتي. که غواړئ چې د خپلو وچو شونډو درملنه مو په لیمو وکړئ، نو لومړی باید یوه قاشغه د شیدو پیروی (قیماق) راواخلئ او له درې څاڅکو لیمو سره یې یوځای کړئ. بیا دغه د یوې قاشغې پیروي او درې څاڅکو لیمو مخلوط د یوه ساعت لپاره په یخچال کې کیږدئ او وروسته له یوه ساعت څخه، وړاندې له دې چې د خوب بستر ته لاړ شئ، نو په خپلو وچو شونډو یې ومښئ؛ په دې سره به ستاسې شونډې نرمې او ښې شي.
۴- د کوپرې (ناریال) غوړي
د کوپرې غوړي د دې وړتیا لري چې وچې او چاودیدلې شونډې ورغوي. که غواړئ چې د خپلو وچو شونډو درملنه په کوپرې سره وکړئ، نو د اړتیا وړ کوپرې غوړي راواخلئ او په خپلو وچو شونډو یې ومښئ، ترڅو شونډې مو ښې شي.
۵- د شین چای کڅوړه
په کتابونو کې راغلي، چې د وچو او چاودیدلو شونډو د درملنې لپاره دغه یوه پخوانۍ او ګټوره کړنلاره ده. که چیرې شونډې مو وچې او چاودیدلې وي، نو هڅه وکړئ چې د شین چای استعمال شوې کڅوړه راوخلئ او هره ورځ د څلورو دقیقو لپاره یې په خپلو شونډو ونیسئ، ترڅو ښې شي.
۶- د زیتون غوړي
د زیتونو غوړي هغه طبیعي غوړ دي، که چیرې په وچو شونډو ومښل شي، نو په ډیرې چټکۍ سره یې رغوي او خپل لومړني حالت ته یې راولي.