د امریکا د مالیې وزارت مجوز دولتي او نادولتي سازمانانو ته، د طالبانو او حقاني شبکې سره د بشردوستانه اړینو مرستو د معاملې اجازه ورکوي.
د راپورونو پر اساس، د جمعې په ورځ د امریکا د مالیې وزارت دوه جوازونه خپاره کړل، چې د طالبانواو حقاني شبکې سره، د بشر دوستانه مرستو، درملو او کرنیزو محصولاتو د لېږد لپاره د ګډو عملیاتو اجازه ورکوي.
دا دوه مجوزه د خوراکي توکو او روغتیايي درملو بیا لېږ ته اجازه ورکوي.
د امریکا د شتمنیو ادارې ټینګار کوي، چې ”موږ پر طالبانو د بندیزونو فشار او نړیوال مالي سيسټم ته د هغوی لاسرسی نه دی کمزوری کړی.“
د امریکا د خزانې د بهرنو شتمنیو د څار مشرې اندریا ګاکي، په یوه وینا کې وویل: د مالیې وزارت ژمن دی، چې د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو او نورو فعالیتونو جریان، چې د لومړنیو اساني اړتیاوو څخه دي، اسان کړي.
د يادونې وړ ده، امریکا په داسې حال کې دا جواز صادروي چې د واشنګټن تنبیهي اقدامات، په افغانستان کې انساني ناورین زیاتوي.