د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی چین ته تللی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي، چې د دغې ډلې یو لوړپوړی پلاوی په یو رسمي سفر چین ته تللی دی.

محمد نعیم وردګ د چهارشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي چې د طالبانو ډلې د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ۹ کسیزه پلاوی د سې‌شنبې په ورځ چین ته تللی دی.

وردګ زیاته کړې، چې ملا برادر اخوند د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره لیدلي او د “دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو، د افغانستان روان وضعیت او سولې” په اړه یې خبرې کړي دي.

د نعیم په خبره، چې د طالبانو پلاوي چینايي چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ هېواد په ضد کار وانخیستل شي.

ښاغلي وردګ لیکلي: “چین هېواد له افغان ولس سره د خپلو همکاريو د دوام او پراختيا ژمنه وکړه او ويې ويل چې دوی د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، بلکې د ستونزو په هواري او دسولې په راتلو کې يې مرسته کوي”.

په ورته وخت کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي، د چین دولت دوی ته وار له مخه دغه هېواد ته د طالب پلاوي د سفر په اړه خبر ورکړی و.

د یاد وزارت په وینا، د دغې بلنې موخه د افغانستان د امنیتي وضعیت او د طالبانو ترڅنګ د بهرنیو ترهګرو د حضور په اړه له دغې ډلې سره د چین د اندېښنې شریکول دي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د چین حکومت په دغه سفر کې طالبانو ته د افغانستان د امینتي وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له دغې ډلې یې غوښتي چې هر څه ژر هغه جګړه ودروي چې په پایله کې یې یوازې ملکي وګړي زیان ویني.

بهرنیو چارو وزارت دغه راز زیاته کړې چې چین له طالبانو څخه غوښتي څو له بهرنیو ترهګرو سره اړیکې پرې، له افغان دولت سره جدي مذاکرات پیل او سیاسي جوړجاړي ته غاړه کېږدي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي