د لیکو د تصفیې کمیسیون: ژر تر ژره دې د ناوړه اعمالو لرونکي له لیکو و ایستل شي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

طالب مشرانو خپلو قومندانانو او ځایي چارواکو ته په لیکو کې د تصفیې امر کړی دی.

د ا.ا.ا د صفونو د تصفیې کمیسیون په یوه خپره کړې اعلامیه کې ځايي چارواکو او قومندانانو ته لارښوونه کړې چې خپلې لیکې تصفیه کړي او هغه کسان ترې وباسي چې په اخلاقي فساد، مالي فساد، شخصي دښمنیو، د خلکو د حقونو په ضایع کولو، چور چپاول، بدیو، د خلکو ځورولو او یا نورو بدو اعمالو اخته یا تورن وي.

سرچینې ویلي چې د پنځلسو ورځو په لړ کې باید دا فرمان عملي شي او د یادو اوصافو لرونکي کسان دې د طالبانو له لیکو و ایستل شي.

د لیکو د تصفیې کمیسیون ویلي که په پنځلسو ورځو کې مشران دغه فرمان عملي نه کړي نو پر وړاندې به یې سخت قانوني چلند وشي او هغه کسان چې یاد خویونه او اعمال لري خو لا هم د طالبانو په لیکو کې دي محاکمه کېږي او د خپلو عملو په سزا رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په لیکو کې زیاتره یې له خلکو په غچ اخیستنه، په ناوړه چلند او زور زیاتي تورن شوي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي