د زیاتې مالګې کارونه د معدې سرطان پیدا کوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکواله: ډاکتره ریچل لینک
مالګه د هر موسم د خوړو د خوند او مزې لپاره اړینه ماده ده. له دې سربیره، د خوړو او سبزي د روغ ساتلو لپاره هم ترې ګټه پورته کیږي. هغه خواړه، چې په مالګه ککړ شي، بکتریاوې نه ورسیږي.
د مالګې د استعمال په اړه په وروستیو کلنو ضد او نقیض مالومات ورکړل شوي. ډیر خلک يې د انساني روغتیا په زیان بولي. یو شمیر نور يې بیا د روعتیا لپاره اړینه ګڼي.
د امریکا د روغتیا یو لارښود د انسان لپاره د ورځې د ۲.۳ ګرامه سودیم د استعمال وړاندیز کوي؛ په داسې حال کې چې په مالګه کې ۴۰ سلنه سودیم دی، چې ۶ ګرامه کیږي. د مالګې پاتې ۶۰ سلنه برخه له کلوراید څخه جوړه ده.
د مالګې د استعمال په اړه وروستۍ اننګیرنې دادي، چې زیاته مالګه د زړه د ناروغیو، د وینې د لوړ فشار او په پایله کې د معدې د سرطان لامل کیږي.
خو په دې اړه څیړونکي سره یوه خوله نه دي. دوی په دې باور دي، چې مالګه هر فرد په جلا ډول زیانمنوي. ځينې یې ډیر او ځینې يې لږ اغیزمنیږي. د مالګې سره حساسیت لرونکو ته مالګه خورا ډیر تاوان لري.
په وجود کې د مالګې رول:
مالګه د انسان په بدن کې خورا مهم رول لري. مالګه د وجود د وینې سیستم، عضلاتي او دماغي سیستمونو او په وجود کې د مایعاتو انډول ساتي.
څیړنه وايي، که په وجود کې د مالګې اندازه کمه شي، په وینه کې د کاربن ډای اکساید اندازه لوړیږي، چې په پایله کې يې وینه تیزابي کیږي.
د زیاتې مالګې اسعتمال بیا د زړه او د وینې فشار ناروغیو سره مستقیمه اړیکه لري.
د مالګې زیات استعمال او د معدې سرطان:

د زیاتې مالګې کارول، د وینې د لوړ فشار او د وزن د زیاتیدو لامل هم کیږي.

ګڼو څیړونو داسې شواهد موندلي، چې ښيي د زیاتې مالګې استعمال د معدې د سرطان خطر زیاتوي. د زیاتې مالګې کارونه په بدن کې د هیليکوبکټر پیلوري Helicobacter Pylori په نوم بکتریا رامینځ ته کوي، چې د معدې د سرطان اصلي لامل ګڼل کیږي.
په ۲۰۱۱ کال کې یوه څيړنه، چې په ۱،۰۰۰ ګډونوالو ترسره شوه، موندلې، چې د زیاتې مالګې کارونه د معدې د سرطان اصلي امل کیږي.
په یوه بله جلا څیړنه، چې له ۲.۵ لکو په زیاتو ګډونوالو ترسره شوه، ښيي، هغوی چې زیاته مالګه کاروي، نسیت هغوي ته، چې کمه مالګه خوري، د معدې په سرطان يې د اخته کیدو چانس ۶۸ سلنه زیات دی.
مالګه؛ د وینې لوړ فشار او د زړه ناروغي:
د مالګې کمه اندازه کارول د هغوې لپاره خورا اړینه ده، چې د وینې لوړ فشار لري. یو څیړنه چه په ۳،۲۳۰ کسانو ترسره شوي، ښيي، هغوی چې د وینې لوړ فشار لري، د مالګې د کمولو سره يې د وینې لوړ فشار کمیږي.
له دې برسیره، د مالګې کمولو سره د زړه په ناروغیو د اخته کیدو احتمال هم تر ډیره کمیږي. خو ځینې نورې څیړنې بیا وايي، چې مالګه او د زړه ناروغۍ نیغ په نیغه کومه اړیکه سره نه لري.
اما بې له شکه، چې د زړه ناروغۍ او د مالګې زیاته کارونه سره اړیکه لري؛ خو د اغیز کچه يې له یوه شخص څخه بل شخص ته توپیر لري.
مالګه او د وزن زیاتیدل:
د مالګې زیات کارونه په ځوانانو کې د وزن د زیاتیدو لوی لامل بلل کیږي. له دې سریبره د مالګې زیاته کارونه، په ماشومانو او لویانو کې د ساه بندۍ لامل هم کیږي.
په هرو یولسو ماشومانو کې یو ماشوم او په هر ۱۲ لویانو کې یو کس د مالګې د زیات استعمال له امله د ساه بندۍ تکلیف لري.
پایله:
د څیړونو په پایلو کې موږ دې نتیجې ته رسیږو، چې مالګه باید په مناسبه اندازه وکارول شي. د زیاتې مالګې او هم د کمې مالګې کارول مضر دي.
د زیاتې مالګې کارول لکه څنګه مو چې ذکر کړه، د زړه، د وینې د لوړ فشار، د معدې سرطان د ناروغیو او د وزن د زیاتیدو لامل کیږي.
له مناسبې اندازې بیا د کمې مالګې کارول د ویني غوړ زیاتوي او په وینه کې د ټرای ګلیسراید کچه زیاتوي. له دې سربیره، د کمې مالګې له امله د شکرې د ناروغۍ احتمال هم رامینځ ته کیږي. سردرد، ګنګسیت، او د وجود سستي هم د کمې مالګې له امله ده.