د روغتیا نړیواله اداره: پوره هڅه کوو چې افغانستان ته روغتیايي مرستې ورسوو

رنګین تجريدي ډیزاین

د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا له افغانستان سره پر روغتیايي مرستو ټینګار کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو رسنیو ته ویلي چې افغانستان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري او د روغتیا نړیواله اداره دې ته تیاره ده چې دغه مرستې برابرې کړي.

د سرچینې په خبره د روغتیا نړیوال سازمان دا خپل مسوولیت ګڼې چې د بې طرفۍ د اصل په مراعات سره په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د ژغورنې لپاره هڅه وکړي او اړینې مرستې راټولې کړي.

سرچینه کاږي چې دمګړی په افغانستان کې یوازې اوولس سلنه روغتیايي مرکزونه په بشپړه توګه فعال دي او د نړیوالو جدي مرستې ته اړتیا ده چې پاتې مرکزونه هم فعال شي او روغتیايي کارکوونکي له خپلو مادي او معنوي امتیازاتو برخمن شي.

تر دې وړاندې هم د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د روغتیايي مرستو پر پراختیا ټینګار کړی و.

په ورته وخت کې ملګري ملتونه وایي د نجونو تعلیم او زده کړې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره باید اساسي شرط وي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې آمنه محمد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او نورو بشري حقونو سخت ملاتړ کوي او په دې برخه کې جدي دي.

نوموړې همدا راز ویلي چې د نجونو تعلیم باید د طالبانو د رسمیت پېژندلو او له دوی سره د بشري مرستو لپاره اساسي شرط وي.

له دې سره جوخت په ځینو نورو هېوادونو کې هم د افغان نجونو د تعلیم په ملاتړ ځینې لاریونونه شوي دي.

طا لبان بیا وایي دوی د ښوونځیو د پیل پر یوه منظمه طرحه کار کوي چې له مخې به یې نجونو ته د تعلیم مصونه فضا رامنځ ته کوي او په دې لټه کې نه دي چې د نجونو د زده کړو او ښوونځیو ته د تګ مخنیوی وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي