آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د دوا خان مينه پال د ترور په تړاو د افغان سیاستوالو غبرګونونه

د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مينه پال، جمعې پر ورځ په کابل ښار کې د طالبانو له خوا ترور شو. افغان سیاستوالو د ښاغلي مینه پال په وژنه غبرګونونه څرګند کړي دي او د نوموړي ترور یې په کلکه غندلې ده.
له دې ډلې د ملي مصالحې عالي شورا ريس ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼه کې لیکلي دي:
په ډېرې خواشینۍ سره چې جنایت کاره او قسي القلبَ تروریستانو نن ورځ د حکومت د رسنیو مرکز رییس او یو وطن دوست فعال دوا خان مینه پال په کابل کې په شهادت رسولی.
دغه بزدلانه، ناروا او تروریستي برید په کلکو ټکو غندم او باور لرم، چې د دې جنایت عاملین به د افغان وژنې او بې رحمۍ د قساوت قیمت پرې کوي.
افغانان به کله هم ترورېزم ته تسلیم نشي، د طالبانو بې رحمانه بریدونه به د افغانستان د زبون وهلي او بې مروته دښمن پر وړاندې د مبارزې عزم کمزوری نه کړي؛ بلکې څو چنده به یې کړي.
دوا خان مینه پال په وطني مینه، قربانۍ او پوره زړورتیا سره د افغانانو برحقه غږ ته په قوت سره انعکاس ورکولو، چې مرګ یې لویه ضایعه ده. د شهید مینه پال کورنۍ، دوستانو او همکارانو سره یې همدردي او غمشریکي کوم.
همدارنګه د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دوا خان مینه پال د وژنې په اړه غبرګون ښودلی، د نوموړي وژنه یې په کلکه غندلې او پر خپله فېسبوک پاڼې یې لیکلي دي:
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس دوا خان مینه پال د یوه تروریستي برید په نتیجه کې په شهادت رسېدلی او طالبانو یي مسئولیت په غاړه اخیستی دي.
دغه تروریستي برید په کلکو ټکو غندم او د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د شهید دوا خان مینه پال کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوی خدای(ج) له درباره ده ته د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوم.
دا په داسې حال کې ده چې د دوا خان مینه پال د وژنې په اړه په هېواد او له هېواد نه بهر میشتو افغانانو غبرګونونه ښودلي دي، د طالبانو له خوا یې د نوموړي وژنه په کلکه غندلې ده او د هېواد لپاره یې یوه لویه ضایع بللې ده.
دوا خان مینه پال جمعه د اګسټ پر شپږمه نېټه په کابل ښار کې د طالبانو له خوا په برید کې ووژل شو او د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د دغې پېښې مسووليت منلی دی. دوا خان مینه پال نن د اګسټ پر ۷مه نیټه د پارلمان په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو او ګڼو سیاستوالو، د نوموړې کورنۍ او خپلوانو او همدارنګه ګڼ شمېر افغانانو د نوموړي په جنازه کې ګډون كړی و.