د کورنۍ نړیواله ورځ؛ دا ورځ ولې نمانځل کیږي !

ژباړه: حماد هلال

کورنۍ د انسان لپاره لومړنی ټولنیز بنسټ، د انساني ټولنې اساسي رکن او د بشر معنوي و روحي ضرورتونه پوره کولو لپاره مناسب نظام دی. کورنۍ په ټولو ټولنو کې د اهمیت وړ ده، ځکه  کورنۍ  د کور غړو امنیت و رواني روغتیا لپاره غوره بستر او د ځوان نسل پالنه کوي.

د ملګرو ملتونو ټولنې دغه ورځ د کورنۍ نړۍ والې ورځ په نوم نومولې ده، چې هر کال په مختلفو هېوادنو کې لمانځل کېږي.

د کورنۍ نړۍ واله کومه ورځ ده؟

د مۍ پنځلسمه د کورنۍ نړۍ والې ورځ سره برابره ده، چې په ۱۹۹۳ کال سپتمبر ۲۰ مه نیټه د ۲۵/۲۳۷ ګڼه پریکړه لیک په اساس  تصویب شوه.

د کورنۍ نړۍ والې ورځې نوم ایښېدولو دلایل

د کورنۍ ارزښت د هيڅ کس لپاره پټ ندی، ځکه چې کورنۍ د بشر تر ټولو مهم پالوونکی ځای دی او تر ټولو ډېر مسؤلیت د انسان په روزنه، تکامل او جوړښت کې په غاړه لري. کورنۍ په ټولنه کې خورا اغېزمنې دي، ځکه خو په کورنۍ کې د اخلاقي ارزښتونو کم رنګه کېدل د ټولنې د ذلت لامل ګرځي.

د اسلام په مبارک دین کې بې له خدای ج نور هیڅ هم د کورنۍ څخه مهم ندي، په یوه مناسبه اسلامي کورنۍ کې د غړو ترمنځ مهرباني و شفقت وي او والدین خپل کارونه په لیوالتیا سره ترسره کوي.

د کورنۍ نړۍ واله ورځ د کورنۍ اړوند مسایلو په اړه مختلفو ټولنو کې د پوهاوي یو مناسب فرصت دی.

دا ورځ دا چانس پیداکوي، چې  د اقتصادي، ادبي، ټولنیز او ټولنپوهنې میتودونو له لارې هغو حقایقو ته لاسرسي پیدکړو، چې کورنۍ اغېزمنوي.

د کورنۍ نړۍ والې ورځې لمانځلو اصلي موخې، کورنۍ ته د ټولنې اصلې ستنې په توګه د نړۍ والو کتل و اهمیت ورکول او د هغو ګواښونو مخنیوی چې په نننۍ نړۍ کې د انسانانو دا اصلي مرکز (کور) ګواښي.

ملګري ملتونه ولې د کورنۍ نړیوالې ورځ نمانځي؟

د کورنۍ نړۍ والې ورځې په اړه د پوهاوي زیاتوالی، په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د پالیسۍ جوړولو کې کورنۍ ته پاملرنه کول، د کورنۍ په برخه کې لومړني خدمات وړاندې کول، د کورنۍ مسلو په اړه پوهه او مهارتونه تبادله کول، د کورنۍ په اړه څېړنه، ملاتړ او په ټولو هیوادونو کې د پالیسیو او کورنۍ قوانینو و برنامو ته وده ورکول. مخ پر وده هیوادونو کې د کورنۍ په برخه کې د دولتونو لپاره د ظرفیت لوړولو ملاتړ کول او د کورنۍ مسلو په اړه د دولتونو سره خبرې کول د کورنۍ نړیوالې ورځې  اړوند د ملګرو ملتونو ځینې کړنې دي.

کورنۍ او د هغې اغېزې په ټولنه

کورنۍ لومړی ځای دی، چې ماشومان هلته فکر، احساس، چلند  زده او وده کوي. سالمه کورنۍ، د سالمې ټولنې درلودو کې ترټولو اساسی مرحله ده. د سالمې کورنۍ مهمې ځانګړنې عبارت دي له: د غړو فزیکي، ټولنیز، رواني او معنوي اړتیاو پوره کول او د همغږۍ ، نرمښت، یو بل ته نږدې والی، وړتیا روزل، انعطاف او مناسبې اړیکې لرل.

د سالمې کورنۍ لرلو لپاره باید اشخاص د ژوند ملګري په انتخاب کې دقیق اوسي او اخلاقي و ایماني ارزښتونه په نظر کې ونیسي. په سالمه کورنۍ کې مور و پلار د اوریدلو هنر پیاوړی کوي او د خپلو ماشومانو نړۍ ته نور هم نږدې کېږي. هغوی خپلو بچیانو ته ترټولو غوره پټنځای دی.

اوسنۍ کورنۍ به د راتلوونکي نسل پالوونکې او د تېر ارزښتونو و فرهنګونو د سم لېږدونې لپاره مناسب ځای وي، ترڅو کوچنیان هيڅ کله ځان بې هویته ونه ګڼي او خپل شالید له ځان سره ولري.

د کورنۍ ویش مخنیوي لپاره باید لازم کنترول ولرو. هغه کورنۍ چې په خپلو کوچنیانو کمزوری ټولنیز کنټرول کوي، د ارزښتونو داخلې ارزښت او فرهنګ د انحرافاتو خواته وړي. هغه کوچنیان چې په ماشومتوب کې د کورنۍ مینې له کمښت سره مخ شوي وي، احتمالاً په هغوی کې د ټولنې له معیارونو سره غړونه ډېره وي، چې دا انحرافاتو کچه نوره هم لوړوي.