ملګري ملتونه دې په یوه میاشت کې د افغانستان رسمي استازی مشخص کړي.
د جرمونو نړیوالې محکمې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د یوې میاشتې په اوږدو کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی مشخص کړي.
ددغه محکمې څارنوالې په یوه لیک کې لیکلي، چې دوی په افغانستان کې د جنګي جنایتونو څېړنه پيلوي؛ نو له همدې امله د دې جدي اړتیا ده چې د افغانستان رسمي استازی مشخص وي.
د سرچینې په خبره له همدې امله یې ملګرو ملتونو یوه میاشت وخت ورکړی چې د افغانستان ځانګړی استازی مشخص کړي او دا هم په ګوته کړي چې په رسمي او حقوقي توګه څوک په دې مسئله کې د افغانستان استازیتوب کولی شي.
دمګړی د افغانستان ا.ا سهیل شاهین ملګرو ملتونو د رسمي استازي په توګه ور معرفي کړی دی، خو ملګرو ملتونو یې تر اوسه د منلو په اړه رسمي دريځ نه دی روښانه کړی.