د امریکا او قطر هوکړه؛ قطر به په افغانستان کې د امریکا د ګټو استازیتوب کوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

امریکا او قطر هوکړه کړې چې دا هیواد به په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیکي ګټو استازیتوب کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پرون د خوندیتوب صلاحیت په نامه سند لاسلیک کړ.

د دې سند له مخې دوحه د امریکا د ګټو د ساتونکي نقش لري او د واشنګټن او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر منځ د اړیکو په ټینګولو کې به مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل، چې قطر به په افغانستان کې د امریکا په سفارت کې د امریکا د ګټو یوه څانګه پرانیزي چې ځانګړې کونسلي خدمات به وړاندې کوي او هم به په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیکي تاسیساتو امنیت او اوضعیت څاري.

د تړون له مخې چې د روان کال د ډسمبر د میاشتې وروسته د اجرا وړ دی، قطر به په افغانستان کې د خپل سفارت یو شمیر کار کوونکي د امریکا د کارونو لپاره ځانګړي کړي او په دوحه کې د امریکا د سفارت او د بهرنیو چارو د وزارت سره به له نږدې کار کوي.

د دې تر څنګ قطر منلې چې په موقتي توګه به د شاوخوا ۸ زرو افغانانو چې د ځانګړو ویزو اخیستو لپاره یې غوښتلیکونه سپارلي، کوربه توب وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي