
په جوزجان ولایت کې د افغانستان په کچه درېیم ستر بندر بېرته پر فعالیت پیل کوي.
د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دې ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د کلفت په نامه بندر بېرته له سره فعالېږي.
د یاد ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان ملا جوره رسنیو ته ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به یاد بندر بېرته پر فعالیت پیل وکړي چې ورسره جوخت به ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او دغه راز به د افغانستان د اقتصاد غوړېدو سره مرسته وکړي.
دغه بندر چې په ۱۳۱۳ لمریز کال کې په رسمي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ پرانیستل شوی دی له ترکمنستان څخه ورباندې نفتي توکي واردېږي او دغه راز له دې اړخه د وچې او تازه مېوې په ګډون نور افغان توکي صادرېږي.