د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځ په ټول هېواد کې نمانځل کيږي. په دې ورځ خلک درې رنګه ملي بيرغ سره خپله هېوادنۍ مينه څرګندوي. د افغانستان په اساسي قانون کې ويل شوي دي. نولسمه (۱۹) ماده، لمړۍ فقره: د افغانستان (بیرغ) له: درېیو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دی. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له کیڼ نه ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي.
ملي بيرغ د دريو مختلفو حالاتو څرګندويي کوي، تور رنګ د انګریزي يرغل په معنی، سور رنګ د انګريز په وړاندي د جهاد او قربانيو په معنی او زرغون رنګ د ازادۍ او خپلواکۍ شعار وګڼل کيږي. ملي بيرغ او د ورځې دنمانځلو لپاره شاعرانو ترانې، شعرونه، او ګڼ شمېر لنډۍ هم ويلي دي.
ملی بیرغ هغه علامه (نښان) دى چې د محراب، ممبر، شعار په درلودلو سره خپل هېواد معرفي کوي او دخپل هېواد د خلکو استازیتوب کوي، ملي بیرغ هغه نښان دی چې همیشه د یو هېواد حکومت یا هم اولس یې د خپل یوالي او ازادۍ د نښان په حیث رپانده ساتي، تر څو یې نړۍ ته وښیي چی دا زمونږ طاقت او د یوالي سیمبول دی.
ملي بیرغ همیشه پر عامه خدماتی ځایونو، مکتبونو،محکمو او نورو دولتي ادارو باندې رپول کیږی.
افغان څیړونکي او د افغانستان د علومو اکاډمي غړي حبیب الله رفیع، د افغانستان د بیرغ په اړه ليکلي چې د افغانستان د اوسني بیرغ رنګونه د پغمان په لویه جرګه کې چې په ۱۳۰۷لمریز کال کې جوړه شوه، تعین شوي دي. هغه وخت دغه بیرغ د شاه امان الله خان، له خوا د تور بیرغ پر ځای وکارول شول.
په دې بيرغ کې درې رنګونه ځای په ځای شوي وو، چې د دريو مختلفو حالاتو انعکاس يې کاوه، توررنګ د انګریزي يرغل په معنی, سوررنګ د انګريز په وړاندي د جهاد او قرباۍيو په معنی او زرغون رنګ د ازادۍ او خپلواکۍ شعار وګڼل شو…
حبيب الله رفیع د دغو رنګونو د انتخاب په اړه وایي؛ چې د بیرغ تور رنګ د افغانستان د تاریخ د استعمار د تورې برخې نښان دی، سور رنګ یې د استعمار پر وړاندې د خلکو مبارزه ښيي او زرغون یې بیا د آزادي او هوسایي څرګندويي کوي.
دحبيب الله رفیع په وينا افغانستان بیرغ د حبیب الله کلکاني، د واکمنۍ پر مهال بدلون وموند خو تر هغه وروسته واکمنانو بیا تر همدې درې رنګه بیرغ لاندې حکومت کاوه. سردار محمد داود خان یو ځل بیا بیرغ ته بدلون ورکړ او تر هغه وروسته د خلق دیموکراتیک ګوند هم د خپلې واکمنۍ پر مهال د افغانستان بیرغ په بشپړه توګه بدل کړ.
د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله، د واکمنۍ پر مهال هم د بیرغ رنګ بدل شو او بیا په افغانستان کې د نجیب د نظام تر ړنګیدو وروسته، بل بیرغ پورته شو. د طالبانو بیرغ که څه هم په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پیژندل شوې، خو هغه مهال چې دغې ډلې د افغانستان پر ډیره برخه کنترول درلود، نو سپین بیرغ یې پورته کړی وو.
رفیع وایي چې د افغانستان په بیرغ کې بدلون ډیر د دې هیواد د حاکمانو په غوښتنه شوی دی. خو هغه ټینګار کوي چې اوسنی بیرغ د افغانستان د ټولو اوسیدونکو استازیتوب کوي. د حکومت تر څنګ ځوانان علما مدني فعالان بايد ولس (عام خلک) په دې وپوهوي چې ملی بیرغ څومره ارزښت لري اود خپل ملي نښان خیال په هر حالت کې وساتي.
لازمه ده چې موږ په خپله ارزښتونه په نظر کښې ونیسو او د هغو قدر وکړو او دا باید راتلونکي نسل لپاره يو ښه فرهنګ وي ترڅو دخپل ملي سرود او ملي نښان خیال وساتي.