د رویټرز خبري اژانس په حواله، د پاکستان دولتي چارواکو ډاکټر شکیل افریدی په دې تور په (۳۳) کالونو بند محکوم کړی، چې ګوندې د امریکا له څارګرې ادارې (CIA) سره یې د اسامه بن لادن د پټنځای په ګوته کولو او وژلو کې یې مرسته کړې او د پاکستان له حکومت سره یې ستر خیانت کړی دی.
ډاکټر شکیل افریدی هغه پاکستانی ډاکټر دی، چې په (۲۰۱۱) میلادي کال کې یې د امریکا له متحده ایالاتو سره د اسامه بن لادن په پیدا کولو کې مرسته کړې وه. وروسته له هغې بیا د پاکستاني چارواکو لخوا ونیول شو، چې اوسمهال په بند خونه کې ورځې شپې سبا کوي او د خپل برخلیک په تمه دی.
که څه هم د امریکا دولت د دغه ډاکټر د خوشې کولو په درشل کې دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه مباحثه د دواړو هیوادونو د پیچلو اړیکو د بیلګې څرګندويي کوي.
ستونزمنه محاکمه
د ډاکټر شکیل افریدي مدافع وکیل قمر ندیم چې د تره زوی یې هم دی اسوشیټیډ پریس ته ویلي، چې د ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې ډاکټر شکیل افريدي خپل مدافع وکیل په سترګو هم نه دی لیدلی او یوازیني کسان چې له ده څخه لیدنه کوي، ماشومان او میرمن یې ده. نوموړي زیاته کړه: “خلک ان د هغه په اړه له خبرو کولو هم ویریږي او ان تر دې چې نوم یې هم څوک په خوله نه شي راوړلی.”
همداراز، قمر ندیم ویلي چې د افریدي مدافع وکیلان په مرګ ګواښل شوي دي. د قمر ندیم په خپل دارالوکاله لا هم د هغو ګولیو سوري پاتې دي، چې څو کاله مخکې پرې برید شوی وو. تر دې دمه د افریدي یو مدافع وکیل د پیښور ښار څخه د باندې د ناپیژاندو وسله والو لخوا وژل شوی او بل د بند خونې هغه رئیس هم وژل شوی، چې د افریدي ملاتړ یې کاوه.
قمر ندیم وايي، چې ډاکټر شکیل افریدي د اسامه بن لادن له کورنۍ څخه د DNA مثالونو د اخیستو په موخه د تور زیړي د واکسین جعلي پروګرام کارولی وو، خو دی په دې تور نه دی بندي شوی، چې ګوندې له امریکا سره یې د اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کړې وي.
ندیم زیاتوي، د یوه قومي قانون له مخې په افریدي باندې په دې تور لګیدلی وو، چې ګوندې د خیبر قومي سیمې ته نیږدې یې له ملیشو سره مرسته کړې وه او په یوې قومي محکمه کې قانون دا اجازه ورکړې وه چې د افریدي موضوع دې د قومي جرګې له لارې حل و فصل شي او مدافع وکیل ته اړتیا نشته چې دا موضوع دې په محکمه کې وړاندې کړي.
که چیرې په افریدي د خیانت تور وی، نو بیا نوموړي به د دې حق درلوده، چې د عوامو، استیناف محکمو او ان سترې محکمې هغه مجرم ګڼلی وی او محاکمه کړی یې وی. دې موضوع به بیا په اسامه بن لادن د عملیاتو د ترسره کولو لپاره جزیاتو غوښتلو ته لار هواره کړې وه، خو دا هغه څه دي چې نه یې د پاکستان دولت غواړي او نه هم پوځ
د امریکا او پاکستان ترمنځ د جوړجاړیو زیاتیدل
د امریکا په ولسمشریزو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې هغه وخت ولسمشرۍ ته نوماند و، ویلي ول چې نوموړی به ډاکټر شکیل افریدی له بنده خلاصوي. د ۲۰۱۶ کال په اپریل کې نوموړي له فوکس نیوز سره په مرکه کې ویلي وو، چې نوموړی کولی شي ډاکټر شکیل افریدی “په دوه دقیقو کې له بنده ازاد کړي، ځکه چې دوی له پاکستان سره زیاته مرسته کړې.”
د ۲۰۱۸ کال له نوې ورځې څخه یوه ورځ وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي وو چې، “پاکستان له موږ څخه د مرستې په موخه (۳۳) ملیارده ډالر اخیستي او په بدله کې یې موږ ته یوازې (چل او دروغ) ویلي دي.” همداراز نوموړي په پاکستان تور پورې کړ، چې دغه هیواد هغو افغان اورپکو ته پټنځایونه ورکوي، چې په افغانستان کې امریکايي سرتیرو باندې بریدونه کوي.
خو بل خوا د پاکستان دولت وویل، چې امریکا په افغانستان کې د سولې په راوستو کې ناکامه ده او له همدې کبله پاکستان تورنوي.
له هغې وروسته امریکا پر پاکستان د (۲) ملیونو ډالرو نظامي مرستې ودرولې.
د ویلسن مرکز مایکل کوګلمن وویل، چې پاکستان او امریکا باید خپل مخالفتونه وپیژني او دواړه هیوادونه باید داسې لارې ومومي، چې وکولی شي د اسلامي دولت (داعش) او د القاعدې ډلې سره په مبارزه کې همغږي شي، ځکه چې دواړه هیوادونه دغه دوه ډلې ځان ته ستر ګواښ بولي.
اوسمهال ډاکټر شکیل افریدی خپل د ژوند شپې او ورځې د پاکستان هیواد په داسې یوه زندان کې تیروي، چې د زندان ساتونکي غواړي نوموړی د اسامه بن لادن د پټنځای د ښکاره کولو لپاره ووژني. قمر ندیم وايي، چې پاکستاني چارواکي لا هم د افریدي درملنه کوي او د نوموړي روغتیايي حالت هم ښه دی.
په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست مرستیال الایس ویلز له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي، خو د دې مالومات نشته چې په دغې لیدنې کې به د افریدي قضیه هم یاده شوې وي او که نه.
د امریکا له دفاع وزارت څخه په یوې خپرې شوې خبر پاڼې کې راغلي، چې ډاکټر شکیل افریدی د دوی له یاده نه دی وتلی. دې خبر پاڼې زیاته کړې: “موږ په دې باور یو چې ډاکټر افریدی په غیر عادلانه توګه بندي شوی او موږ د پاکستان دولت ته د ډاکټر افریدي قضیې په اړه په عامه او خاصه توګه خپل روښانه دریځ بیان کړی دی.”