ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
له پیړیو ـ پیړیو راهیسې خلک د ادرک (زنجفیل) د روغتیايي ګټو په اړه پوهیږي او په دې هم پوهیږي چې ادرک (زنجفیل) له ګڼ شمیر منرالونو لکه، مګنیزیم، پوتاشیم، سلفر او منګنیز څخه ډک دی. همدا راز، دغه ریښه په لوړه کچه انرژي لرونکي ویټامینونه لکه، د A ، C او E هم لري.
داسې باور کیږي چې زنجفیل کولی شي د انسان په وجود کې د پروستاګلاندین په نوم هغه ماده بلاک کړي، چې د عضلو په کمزوري کولو، انقباض، سوزش او د ځینو هورمونونو په نا متوازن کولو کې رغنده رول لري.
ولې ادرک (زنجفیل) ستاسې روغتیا ته ګټور دی؟
پوتاشیم هغه عنصر دی، چې د انسان د زړه نورمال ضربان او د وینې نورمال فشار لپاره ګټور دی. همدا راز، په بدن کې په لوړه کچه د انټي اکسیداسیون (Antioxidants) د مادې شتون، چې په لږې کچې سره د زیاتره ترکیباتو د اکسید کیدو مخنیوی کوي، کولی شي چې د معدې له سوزش سره په ښه کیدو کې مرسته وکړي. په همدې اساس، په زنجفیل کې دا وړتیا شته چې د سردردي اصلي عوامل، لکه د معدې درد او زړه بدي (خوا ګرزیدنه) ښه کړي.
د ادرک (زنجفیل) جوس یو ساده، صحي او خوندور مخلوط دی، چې په څو ساده ګامونو اخیستو سره جوړیږي او پوره ګټه لري.
د ادرک (زنجفیل) جوس جوړولو طریقه:
• د ۲ اینچو په اوږدوالي د ادرک (زنجفیل) ټوټه
• ۲ – ۳ پیالې اوبه
• نیم لیمو
• یوه قاشوغه ګبین (شات) د خوند د ښه کولو لپاره
پورتني یاد مواد باید ټول سره یو ځای شي او جوس ترې جوړ شي او هره ورځ باید وڅښل شي.
تر دې دمه هر هغه چا چې دغه کورنی درمل کارولی، نو د پورته یادو نارغیو په درملنه کې یې ورسره مرسته کړې؛ له همدې امله موږ تاسې ته هم د دې نسخې وړاندیز کوو، ترڅو ستاسې بدن هم سالم پاتې شي او بشپړه روغتیا ولرئ.
که چیرې ستاسو په وجود کې د پورتنیو ناروغیو نښې نښانې نه وي، نو بیا هم کولی شئ چې دغه ساده او خوندور مخلوط د ورځې له مخې نوش جان کړئ، ترڅو له یادو ناروغیو خوندي پاتې شئ.