
د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب او لوی درستیز فصېحالدین فطرت پرون دشمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د اروزنې په موخه جوزجان ولایت ته تللي.
د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې له خپلې خاورې او خلکو د دفاع او ساتنې پوره توان لري.
یعقوب ویلي افغان ځواکونه د هېواد له خاورې او پولو څخه د دفاع وړتیا لري او هېڅ تېري کوونکي ته د امنیت او سولې د تخریب اجازه نه ورکوي او له خپل هېواده ساتنه کوي.
نوموړي دغه راز ویلي، اوس د دې وخت دی، چې ټول افغانان تر یوه چتر لاندې په ګډه د هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره کار وکړي.