خواشینې هم په خپل ذات کې یو رنګ دی، چې په هر رنګ (غم) کې یو خیر وي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 

دنیا د غم ټال دی او په دې ټال د زنګېدلو لپار بهانې، دلایل کم نه دي، خو د دې ټال نه د کوزېدو او د دې قلف ماتولو لپاره کیلۍ لرل پکار دي. مثلا:

د خواشینۍ دلیل که لیکې، نو دا هم ولیکه؛

دا چې انسان باید د انسان په ځای او رب د رب په ځای وګڼل شي. هر کله چې انسان د رب په ځای کښېنول شي، د دوی عبادت کوي، دوی به یې زیان په خپله ویني. الله تعالی انسان هغه ځای کې ناهیلې کوي، چېرته چې یې د الله پر ځای هېلي تړلي وي.
اړیکې، کار، پیسو … هر څه چې دي، یوازې الله به د امید محور پاتې وي.

د خواشینۍ دلیل که لیکې، یو دا هم ولیکه؛

دا چې تاسې هر څومره یو چا ته د روح دنننه ځای ورکوئ، په هماغه اندازه به ژور ټپ درکوي. ستاسې ذهني سکون، ستاسې دروني اراماتیا، ستاسې د سترګو پر وړاندې به یې در څخه یوسي او تاسو به یې یوازې ننداره کوئ.
په ډېر سوچ او فکر سره د زړه او روح دروازه پرانیزئ او ورته وایست چې څه دي؟
که د روح دروازه بېخي خلاصه نه کړئ، نو دا به لا غوره وي.

د خواشینۍ دلیل دا هم ولیکه؛

چې سوله او ارمتیا زموږ د رب لخوا ډالۍ ده.
له همغه یې غوښتونکي یو، یوازې همغه ذات یې راکولای شي او کله چې یې غواړئ، نو بیا اندېښنه د څه، چې ولې وځنډېده؟
د هغه ذات رحمت د هغه په ​​قهر غالب دی.
د همغه ذات تعظیم/ درناوي ته یو ځل سر ټیټ کړئ …

د خواشینۍ دلیل که لیکي، دا هم ولیکه؛

چې په یو ځل د زړه څخه، “الحمدلله علی کل حال” ووایه.
هغه زر ځله وایې، “کله چې ټول بدن سوځي، نو تاسي زړه وژغورئ.” (زما په اړه قضاوت مه کوئ -)

د خواشینۍ دلیل که لیکي، دا هم ولیکه؛

اوښکې تویول کوم زیان نه لري.
سهار د هر چا د مخه له خوبه پاڅېږه.
په چوپه خوله یوازې خپل لاسونه پورته کړئ، او د زړه درد مو د اوښکو په تویولو سره ومنځئ، حتا که یوه کلمه هم په ژبه ونه وایئ، الله تعالی د زړونو په رازونو بهتر پوهېږي. د بې ځایه اندېښنو پر ځای له الله تعالی مرسته وغواړه او ستونزه مو حل کړه.

د خواشینۍ دلیل که لیکې، دا هم ولیکه؛

ولو که هر دلیل وي، د غم او خفګان هر رنګ ما خپل رب ته نږدې کوي.

د خواشینۍ دلیل که لیکې، دا هم ولیکه؛

خواشیني هم په خپل ذات کې یو رنګ دی، چې په هر رنګ (غم) کې یو خیر وي. بس یوازې د اوږدې مودې کیمپ/ ډیری ځنې مه جوړوئ، میلمه دې اوسي، نه اوسیدونکی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.