ذهن او يوگاه

لیکنه: شرف الدین عظیمي

نن د جون ۲۱مه د یوګاه ورزش نړیواله ورځ وه، دا ورځ له ۲۰۱۴م څخه وروسته د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي او د هند په وړانديږ نړیوالې ټولنې وړاندیز شوې وه او نړیوالې ټولنې هم منلې چې یوه نړيواله ورځ شي او اوس په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.
یوګاه ته د یوه طراحي شوي علمي سیسټم په سترګه کتلی شو، چې په بدن او ذهن کې راټول شوي منفي هیجانونه پاک کړي، یوګاه زرګونه کاله لرغونې ده، چې د خپلو پایلو لپاره ګڼ مستندات لري.
د یوګاه موخه یوازې په ذهن کې شته ستونزو څخه خلاصون نه دی، بلکې له یوګاه څخه موخه دا هم ده، چې ذهن د هغو ناوړه هیجانونو، ځورونو او اندېښنو په وړاندې هوساینې ته چمتو کړي کوم، چې په راتلونکې کې ورسره کېږي.
دلته کېدای شي دا پوښتنه هم پيدا شي، چې ذهن څه دی؟ د ذهن په اړوند ډېرې فرضیې شته چې له مټرلیسټیکو عقایدو را نیولې بیا تر معنوي نظریې ټول په دې باور دي، چې ذهن د فزیکي مغز یوه برخه ده او هغه هم نه بېلېدونکې برخه.
د یوګاه ارواپوهنه همدا ذهن د یوګاه او تمرکز له لارې څېړي، خو موخه یې دا نه ده چې عقلاني اړخ یې وڅېړي چې څنګه مشاهده او درک کوي بلکې د فرد دروني پوهې او تمرکز دی. په یوګاه کې ذهن د یوې پيچلې پروسې په حیث، چې انرژي زېږوي څېړل کېږي او ذهن باندنیو پیژنګلویو سره د مبارزې لپاره چمتو کوي.
ارواپوهان هڅه کوي د ذهن او بدن اړيکه په بېل ډول وڅېړي، خو دا نه چې دا دوه سره بېل دي دا چې د بدن او ذهن اړیکه څه ده په دې برخه کې موږ کولی شو یوه پرتله وکړو او ووايو هر څه چې د سمندر په مخ د کنګل د یوې وړې ټوټې په شکل لیدل کېږي تر لاندې یې هر څه اوبلن او پاس جامد دي، دغه لاندې اوبلن او پاس جامد بېل نه دي، خو موږ نه شو کولی چې تر منځ یې واټن بېل کړو، خو کولی شو ووایو چې جامده برخه له کومه ځایه پیلېږي.
دغه حالت د بدن او ذهن ترمنځ رابطه راته په ګوتو کولی شي. ذهن هماغه اوبلنه برخه ده، چې په جامد بدن بدلېږي او هیڅ پوله او حدود د ذهن او بدن ترمنځ نه شته او دا نظریه د یوګاه په ارواپوهنه کې په غور سره پيژندل شوې او خپلې پایلې پرې ورټپي او په همدې دلیل وايي چې موږ نړۍ ته په ټول شخصیت او وجود ځواب ورکو او که په داسې حالت کې باندنۍ نړۍ ته ناسم ځواب یا غرګون وښیو دا نشو روښانولی چې دا ځواب د بدن د کومې برخې کار وه، موږ په ذهن او بدن دواړو باندنیو لاملونو ته غبرګون ښکاره کو او هغه څه چې د شخص یا فرد په نامه پيژنو همدا ترکیب دی چې له ذهن او بدن څخه جوړ دی.
د سوامی شیواناندا له نظره د انسان هر عمل یوه انرژي ده، او کله چې یو عمل ترسره کوي همدا عمل یې په نیمه لاشعور کې یو زڼی کېنوي، چې بیا د حافظې په شکل عمل کوي.
کیدای شي تاسو سره پوښتنه پیدا شي چې سوامی څوک وه؟ سوامی په ۱۸۸۷ کال چې د هند په جنوب کې زېږدلی له بشریت سره یې د خدمت ډېره علاقه درلوده او په همدې دلیل یې طب څانګه ولوسته په لومړیو کې یې په مالیزیا کې کار کوه او په ۱۹۲۳ کال هند ته ستون شه او د رواني او ذهني تمرینونو لپاره چې اوس د یوګاه په نامه یادېږي د یوه کال لپاره همالیا ته لاړ او د یوګاه د خدمتونو تر څنګ یې هلته یو وړوکی کلنیک هم جوړ کړ او په دې برخه کې یې تر ۳۰۰ پورې کتابونه ولیکل او ډېر زده کونکي یې وروزل او په کال ۱۹۶۳ له نړۍ سترګې پټې کړې.
سوامی وايي: کله چې فکرونه ذهن ته ننوزي تاسو کولی شئ هغه مشاهده کړئ او مخه یې ډب کړئ، خو که په کې ښکېل شوئ دا فکرونه بیا راګرځي او انرژي یې بیا پټم کېږي نو په همدې دلیل وړاندیز کوم چې د فکرونو الګوګانې یا بېلګې مشاهده کړئ او بې ارزښته فکرونه لرې توې کړئ.
دغه ورزش نن سبا د ارواپوهنې په درملنو هم ورګډ شوی او په کلنیکي برخه کې ارواپوهان د یوه اغېزمن روش په سترګه ورته ګوري او کار ترې اخلي. له یوګاه لویه موخه د ذهن سکون ویلی شوی او ترسره شوې تجربې ښيي، چې یاد ورزش کولی شي د تمرکز او ذهني سکون په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي د یوګاه پوهان وايي چې یاد ورزش ذهن او بدن په واحد ډول مشاهده کوي او هڅه کوي چې دا دواړه خپل تعامل په منظم ډول ترسره کړي او یو پر بل مثبته اغېز وکړي او سکون رامنځ ته کړي. د یوګاه په اړوند ګڼ بحثونه مطرح او شته چې یوې بېل وخت ته اړتیا لري.
اوس په افغانستان هم د دې برخې فعالیتونه شروع شوي، خو تر ډېره یې اغېز او تاثر نه دی غوښن او لامل یې هم شته فرهنګ او د یادو فعالیتونو انجويي او پروژیي اړخ ګڼل کېږي او زما په باور که یاد فعالیتونه کلتوري او د ټولنې له ارزښتونو سره واوبدل شي او په نورو ولایتونو کې هم پراخ شي ډېر به ګټور وي، خو اندېښنه به بیا هم دا وي چې د پوه ټرنرانو او په مسلکي ډول وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب