پوهنه ځوانان او زده کړې ژوند بڼه طبیعت

ایا مړي په برزخ کې یو بل ویني!

ژباړه: ملیحه ناصري

د برزخ او تر مرګ وروسته ژوند په اړه زموږ پوهه لږ او محدوده ده. دا لږ مالومات هم که لرو، نو د قران کریم او د ځينو پاکانو د خبرو په برکت دي چې لنډيز یې دلته را اخلو.

تر مرګ وروسته نړۍ

هغه څه چې د قران او سنت له مخې څرګند شوي، انسان د مرګ او بیا راپاڅېدو/ حشر ترمنځ یو محدود او لنډ ژوند لري. برزخ د دې دنیا  او هغې دنیا د ژوند ترمنځ یوه واسطه یا پُل دی. تر مرګ وروسته له انسانه د هغو نېکو او بدو کړنو په اړه پوښتل کېږي چې په دې نړۍ کې یې کړي وي. او تر لنډې محاسبې وروسته، پایلې ته په کتو سره پر خوږ/ خوندور یا تریخ/ بېخونده ژوند محکوم شي. په همغه ډول به د قیامت د رسېدو په تمه وي.

په ځینو ځایونو کې ویل شوي، کله چې مومن مړ شي، په برزخ کې نور مومنان یې هرکلي ته ورځي، ښه راغلاست ورته وايي، په دې دنیا کې د پاتې ملګرو او مومنانو پوښتنه ترې کوي. ویل وشي چې د مومنانو ارواوې یو له بل سره ویني، یو له بله پوښتنې کوي، آن یو بل پېژني. کله چې کومه نوې اروا ورشي، یو بل ته وايي چې هغه ارامه پرېږدئ، ځکه چې له سترې پېښې موږ ته راستون شوی. وروسته بیا ترې پوښتي: ایا پلانۍ/پلانی دې ولید؟، پر هغه/ هغې څه وشول؟، څه شو/ شوه؟

که ورته ووايي چې زه راتلم ژوندۍ/ ژوندی و، هیله‌من کېږي چې د دوی ډلې ته به ورشي. که چېرې ووايي چې مړ/ مړه شوې وه، دوی سره وايي: بېچاره ولوېد/ولوېده!

ولوېد نه یې موخه دا ده چې مړ شو/ شوه او د دوی (مومنانو) ډلې ته ونه رسېد یا جنتي برزخ ته ورنه غلل، نو خامخا به دوزخي برزخ ته تللی وي.

د مومن اروا د بل مومن له اروا سره ګوري، اړیکه ټينګوي، ملګرې کېږي. که هغوی يې پر دې نړۍ پېژندل یا نه، خو سره ملګرې کېږي. دا مینه او ملګرتیا یې هم د الهي پیرزوینې پر بنسټ وي.

کافران هم په برزخي نړۍ کې همداسې دوزخي سره ګوري. اړیکې یې د دنیا په څېر وي او دا لیدنې کتنې یې لا هم ځوروي.

په برزخ کې د انسان حالت داسې وي، لکه په دې دنیا کې چې مجرم څارنوالۍ ته وروېپژندل شي او پوښتنې ترې وشي، د محکمې تر پیله به دستګیر او بندي وي.

د انسان اروا به د دې دنیا په څېر ژوند کوي، که نېک و، نېکمرغه به د پاکانو او د خدای د رحمت تر سیوري لاندې اوسي، که بد و، بدمرغه به د بدو خلکو او شیطانانو په مصاحبت کې وي.

سرچینه: بیتوته

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ