زلمی خلیلزاد وایي په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې، خو افغانان له نوو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې له خپلې دندې ګوښه شو، خو په وینا یې د سولې د راتګ لپاره یې ماموریت بریالی و.
د خلیلزاد په وینا ده د افغانانو هغه خوب یې رښتیا کړی چې له څلوېښتو کلونو یې د سولې او امنیت لپاره لیدلی وو.
خلیلزاد زیاته کړې چې لا هم په ټوله سیمه کې د امنیت او سولې لپاره هڅه کوي او دې چارې ته ژمن دی.
هغه د امریکا نوي ځانګړي استازي ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده.
زلمی خلیلزاد په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان په ناورین کې د امریکا له لوري په یو ډول نه یو ډول ښکېل کس و، چې په دې موده کې یې بېل ماموریتونه ترسره کړي دي.
هغه ځان په خپلو چارو کې بریالی بولي خو په اړه یې د رسنیو او عامو وګړو قضاتونه توپير کوي.
د یادونې ده چې تېره ورځ خلیلزاد اسوشتيد پریس سره په مرکه او خپل د استعفا په سند کې ویلي دي طالبانو سره تړون، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جدي مذاکراتو له پاره شرایط برابر کړل.
هغه وویل، چې د سولې مذاکرات او ورسره جوخت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له پلان سره پر مخ ولاړ نه شول.
هیره دې نه وي، چې خلیلزاد له دې کبله تر نيوکو لاندې وو چې پر طالبانو باندې يې سولې ته د غاړې کيښودلو له پاره په کافي اندازه فشار نه اچاوه.
هغه له نیوکو سره سره بیا هم پر خپله دنده پاتې شو.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د هغه له کار څخه مننه کړې ده.
خليلزاد چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده ایالاتو سفير هم پاتې شوی، بلينکن يې په اړه وويل: «زه د امریکا له پاره د هغه د لسیزو خدمت څخه مننه کوم.»