اپریل 19, 2021

ويوسا عثماني د کوزوو هیواد ولسمشره شوه؛ وايي اړیکو رغولو ته کار کوو

“ويوسا عثماني سدریو “په ختیځه اروپا کې د يو کوچني جمهوریت” کوزوو ” (Kosovo)ولسمشرۍ ته په پارلمان کې د رایې اخستو له لارې ورسيده.

کوزوو(Kosovo)په ختیځه اروپا کې د بالکان هېوادونو د څه کم و ډېر دوه ملیونو وګړو لرونکی هېواد دی، چې په ٢٠٠٨ کال کې یې په یو اړخیز ډول له “سربیا” څخه خپلواکي اعلان کړه، خو تر دې دمه د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د چین او روسیې ترمنځ د اختلافاتو له امله ګډون نه شي کولی. او د امنيت شورا غړى هېواد نه دى.

د کوزوو دموکرات ګوند مشره ٣٨ کلنه, ویوسا عثماني, د, هاشم تیاسي, له استعفاﺀ وروسته د ٢٠٢٠ په نومبر کې د لنډمهاله ولسمشرې په توګه وټاکل شوه.

هغه اوس په پارلمان کې د ١١٢ رایو په ګډون د ٧١ رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشرۍ څوکۍ خپله کړله.

تیره د دوشنبه په ورځ ، ١٦ د حمل، د کوزوو پارلماني رایو پایلې د مېرمن عثماني په ګټه اعلان شوي.

“ویوسا عثمانیه”د داسې یو هېواد مشري په غاړه واخسته، چې د څه کم دوه مليونو وکړو نه اته سوه زره يې بهرميشتي دي، او دوه سوه زره يې په غربي اروپا د ناټو غړيو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړي ده.

د “کوزوو” اقتصادي حالت هم ښه ندى روان.

د “کوزوو” وګړو عمرونه په اوسط ډول ٢٩ کاله تخميناً ښودل شوى دى، چې دا په اروپا کې ترټولو ځوان نفوس لرونکى هېواد بلل کېږي ، خو د کوزوو یوازې څلور په سلو کې کاقتصادي وده کافي نده، چې بې روزګاري او د خلکو بد اقتصادي وضعت بدل کړي.

“ویوسا عثماني” مخکې ویلي و، چې په هېواد کې ٩٠سلنه سیاسي او اقتصادي فساد د نارینه ؤ لخوا ترسره شوی دى، چې د خلکو دریېمه برخه یې بې کاره کړې ده.

د خپل هېواد اقتصادي او سیاسي وضعیت بدلولو لپاره، اغلې عثماني په لومړۍ وینا کې وویل، چې هغه د خپلو ګاونډیو ، په ځانګړې توګه “سربیا” سره سیاسي اړیکې رغول غواړي، خو د کوزوو لومړي وزیر “البن کورتي” د مېرمن عثماني د نوی پالیسۍ په ځواب کې وویل، چې زما کابینه داسې کومه اجنډا نه لري.

که څه هم د کوزوو ولسمشري ډېر کم اجرايوي صلاحيتونه لري، چې ډېری چارې يې رسمي او نمايشي دي او د رسمي مراسمو يوه برخه ده. اکثرا” واکونه د لمړي وزير يا صدراعظم دي، خو د وسله والو ځواکونو سر عالی قومنداني او د بهرني سیاست ټاکل د ولسمشر دنده ده.

د يادونې وړ ده، چې د کوزوو جمهوريت کې دموکراسۍ نه تکنوکراتي واکمنه ده، چې “تکنوکراتي” د قانون مطابق ولسمشر د خلکو استازي په پارلمان کې ټاکي.