حنفي: د ټولشموله دولت جوړېدو لپاره هڅې روانې دي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال وایي چې دوی د یو پراخ بنسټه او متخصص حکومت جوړولو لپاره هڅې پیل کړې دي او په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه خبر خپور شي.

فارس اژانس راپور ورکړی دی چې مولوي عبدالسلام حنفي دا څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د ایران د سفارت له مرستیال سره په لیدنه کې کړې دي.

راپور کې د حنفي له قوله راغلي چې تر اوسه پورې تر نیمایي په ډېرو ولایتونو کې نجونې په ټیټه او لوړه کچه د زده کړو اجازه لري او ډېر ژر به دا مسئله په ټولو ولایتونو کې حل شي.

هغه دغه راز له ټولو سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر ښو روابطو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره لازم شرایط پوره کړي دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې نړۍ به په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت په رسمیت وپېژني.

نوموړي له اسوشیټډ پرس سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې ټاکل شوې وه د کابل د سقوط په ورځ یا پر سبا یې دوی په سوله ییزه توګه طالبانو ته د واک د انتقال په موخه دوحې ته لاړ شي خو په وینا یې اشرف غني له هېواده په تېښتې سره هر څه ګډوډ کړل.

کرزي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د ا.ا ځواکونه کابل ته نه دننه کېدل خو کله چې دوی وکتل چې وضعیت ګډوډېږي نو ده هم له طالبانو وغوښتل چې کابل ښار ته دننه شي څو د چور او چپاول مخنیوی وکړي.

هغه څرګنده کړې ده چې د اشرف غني تر فرار وروسته د ارګ د محافظت رییس ورته د ولسمشرۍ د خالي څوکۍ ډکولو خبره هم وکړه خو دا چې دا کار غیر قانوني او د هېواد په ګټه نه و نو دی ترې تېر شو.

نوموړي زیاته کړې ده چې د کابل د سقوط په ورځ هیڅ دولتي چارواکی په کابل کې نه وو او د دفاع وزارت پخواني سرپرست وزیر بسم الله محمدي ده ته هم له هېواده د وتلو خبره کړې وه.

کرزي پر نړۍ غږ کړی دی چې طالبان په رسمیت وپېژني خو په دې شرط چې هغوی د ښځو د حقونو په ګډون نورو ازادیو ته درناوی وکړي.

پخواني ولسمشر یو ځل بیا د ټولشموله حکومت پر رامنځته کېدو د ټینګار ترڅنګ ویلي چې له نړۍ سره د تعامل یوازینۍ لار ټولشموله نظام دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي