حامد کرزی: د بې ثباتۍ لپاره د پردیو هڅې لا هم روانې دي

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره لا هم د پردیو دسیسې روانې دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو په جوړ شوي انلاین کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په ځینو ولایتونو کې وروستیو پېښو ته په کتو داسې ښکاري چې د پردیو له لوري لا هم د افغانستان د بې ثباته کولو دسیسه دوام لري او هڅه کوي جګړې دوام وکړي.

نوموړي ویلي چې افغانان له جګړو ستړي شوي او نړیواله ټولنه دې دا فکر نه کوي چې په افغانستان کې جګړې دوی نه شي زیانمنولی.

دده په خبره که نړیوال په رښتیا د خپل امنیت په اړه اندېښنه لري نو له افغانستان سره دې رښتینې همکاري وکړي، څو د ترهګرو ډلو فعالیتونه کابو کړل شي او د دوی پر وړاندې پر وخت اقدام وشي.

هغه همدا راز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره د دایمي ثبات په راوستو کې مرسته وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي