ناپيژاندو وسله والو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په دوو جلا پېښو کې درې ښځینه واکسیناتورانې په ډزو وژلي دي.
امنیتي سرچینو ویلي، نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار اوومه او څلورمه ناحیه کې په دوو جلا پېښو کې درې واکسیناتورانې وژل شوي دي.
بلخوا ویل کېږي چې په دې بریدونو کې د درېیوو ښځو په ګډون څلور واکسیناتوران وژل شوي دي.
د ننګرهار مرکزي روغتون ویلي دي چې دوی ته د درېیوو ښځینه واکسیناتورانو جسدونه ور وړل شوي دي.
په ننګرهار ولایت کې پر ښځینه واکسناتورانو برید پر داسې مهال کیږي چې نن سې شنبه په افغانستان کې د پولیو واکسین درې ورځینی پروګرام پيل شوی دی.
د ننګرهار ولایتي ادارې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي او نه هم کوم چا یا ډلې ددې پېښې مسؤلیت منلی دی.
د یادونې ده چې څو ورځې مخکې هم وسله والو په جلال اباد ښار کې د انعکاس په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کارمندانې په ډزو ووژلې او له سیمې په تېښته بریالي شول.
له یادو خبریالانو یوه ورځ وروسته د صدف په نوم ډاکتره هم چې د کور نه د دندې په لور روانه وه د مقناطیسي ماین پواسطه ووژل شوه.
دغو بریدونو عام خلک اندیښمن کړې دي او حکومتي چارواکي د خلکو په امنیت کې په ناغیړۍ تورنوي.