د تورخم لار د دوه اړخیز تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له راتګ سره سم د تورخم لار د دوه اړخیز تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

راپورونه وایي چې دغه لار نن د هغو کسانو پر مخ پرانیستل شوې ده چې ویزې او قانوني اسناد ولري.

په همدې حال کې نن داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې پاکستاني حکومت د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته مېشتو پښتنو وزیرستانیانو ته هم اجازه ورکړې ده چې د دغې کرښې په اوږدو کې یوې او بلې غاړې ته تګ راتګ وکړي.

د یادونې ده چې د تورخم لار له تېرې څه مودې راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه او د ډېری افغانانو په باور د دې لارې د تړل کېدو لامل افغانستان او افغانانو ته د اقتصادي ضربې واردول دي.

په ورته وخت کې د پاکستان پارلمان کې د شمالي وزیرستان استازي محمد اقبال وزیر پر خپله فیسبوک پاڼه ویلي چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته مېشتو هغو کسانو ته یې پر یاده کرښه د اوښتو اجازه تر لاسه کړې ده چې کورنۍ یې د پولې دې یا هغې غاړې ته دي.

نوموړي ویلي چې دا پرېکړه به د سیمې د ملکانو تر تصدیق وروسته د پلي کېدو وړ وي.

هغه ویلي ډېری داسې کورنۍ شته چې جایدادونه یې د کرښې یوې غاړې ته خو کورونه یې بلې غاړې ته پاتې شوې دي او اوس مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

که څه هم ا.ا تر اوسه پورې په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په همدې تړاو خپاره شوي راپور کې راغلي چې افغان حکومت د انساني خواخوږۍ له امله د پاکستان د دې پرېکړي هرکلی کړی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي