ترکیه کې توپان ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

سکای نیوز راپور ورکړی دی چې په ترکیه کې د نن ورځې له سهاره راهیسي پیل شوي توپان لږ تر لږه ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

راپور کې د پلازمینې استانبول د طبیعي پېښو سره د مبارزې چارواکو له قوله راغلي چې د ترکیې په تر ټولو ستر ښار کې د نن ورځې له سهاره راهیسې د تېزو بادونو په ملتیا شدید باران پیل شوی دی چې په نتیجه کې یې یو شمېر کورونه نړېدلي دي.

چارواکو ویلي چې تر اوسه پورې د یاد توپان له امله څلور تنه مړه شوي او ۳۸ نور ټپيان شوي دي.

دوی ویلي چې ځپل شویو سیمو ته یې مرستندویه ډلې لېږلې دي او اوسمهال د خلکو په ژغورنه بوخت دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي