تخار کې یوې مور خپل ځان او درې اولادونه سیند ته غورځولي.
تېره ورځ د تخار په فرخار ولسوالي کې یوې مور خپل کور سوځولی او وروسته یې خپل ځان له دریو اولادونو سره یو ځای په سیند وړی دی.
ځایي اوسېدونکي د پېښې لامل د یادې کورنۍ غربت او بې وزلي یادوي.
په ورته وخت کې د تخار پولیس هم پېښه تاییدوي؛ خو د لامل په اړه یې د پلټنو خبره کوي.
بل لور ته بیا د یادې کورنۍ یو خپلوان وایي، چې پېښه د غربت؛ نه بلکې د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځ ته شوې ده.
د نوموړي په خبره دغه پېښه د فرخار لُجده قریه کې له هغې وروسته رامنځ ته شوې، چې د یادې مېرمن خاوند په کور کې د دویم واده خبره راپورته کړې وه.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د مړې شوې مېرمن خاوند عبدالله نومیږي او څو ورځې وړاندې یې په خپل کور کې د دویم واده خبره کړې وه، چې وروسته په کورني تاوتریخوالي بدله او په پایله کې یې مېرمن ځان له خپلو درې واړو اولادونو سره یو ځای د کور مخکې روانو اوبو ته غورځولی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.
دا یواځې د عبدالله مېرمن نه ده، چې د کورني تاوتریخوالي قرباني کیږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د کورني تاوتریخوالي لسګونه دې ته ورته پېښې رامنځته شوي.
که څه هم د عبدالله مېرمن ځان وژنه کړې؛ خو ډیری وخت دا ډول پېښې په لرو پرتو سیمو کې د دوه کورنیو ترمنځ په شخړو بدلیږي، چې کله کله قامي بڼه هم پیدا کوي.
سره له دې، چې په بدو کې د نجونو په ورکولو، د مېرمنو پر وړاندې خشونت او کورني تاوتریخوالي ګراف د کمولو لپاره له اوږدې مودې راهیسې افغان حکومت کار روان کړی؛ خو بیا هم په یو شمېر سیمو کې دې ته ورته پېښې رامنځته کېږي.