تاجکستان وايي د افغانستان اوسنی وضعیت ټولې سیمې ته خطرونه جوړولی شي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خسرو ناضري له خپل افغان سیال سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي.
دده په وینا د افغانستان اوسنی وضعیت د ټولې سیمې لپاره خطرونه جوړولی شي نو له همدې امله دوی د بېړنۍ سولې او اوربند غوښتونکي دي.
هغه زیاته کړې چې په روانه جګړه کې د ملکیانو وژل، د عامه تاسیساتو ورانول او زرګونه خلک له خپلو مېنو بېځایه کول له ټولو بشري او انساني قوانینو سره په ټکر کې عمل دی نو ځکه خو تاجکستان دې ته تیار دی چې افغانستان ته د سولې په راتګ کې خپله همکاري ډېره کړي.
افغان لوري هم ویلي چې د سیمې هېوادونه باید له افغان سولې سره همکاري ډېره کړي، ځکه روانه جګړه د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او ټول لوري به زیانمن کړي.
بلخوا د جرمني د بهرنیو استخباراتو مسوول برونو له جرمني رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې بهرنیانو بې وخته افغانستان پرېښود.
دده په خبره نړیوالو باید په افغانستان کې یوازې تش په نامه د ولسواکۍ چیغې نه وهلی بلکې په عمل کې یې دې په دغه هېواد کې پیاوړی ولسواک نظام جوړ کړی وی.
نوموړي دغه راز ویلي چې القاعده شبکه لا هم په افغانستان کې د یوه خطر په توګه پاتې ده او لا هم د سختو بریدونو وړتیا لري.
هغه ویلي نړیوال باید کوښښ وکړي چې پر وخت ګواښونه ختم کړي او دغه روانه جګړه پای ته ورسوي که داسې و نه شي نو د سترو بریدونو د تکرار ګواښ شته دی.
هغه زیاته کړې طالبانو ته هم په کار ده چې د بهرنیانو پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه ور نه کړي، خو زیاتوي چې له دغه هېواد مرکزي اسیا، لودیځې اسیا او نورو هېوادونو ته د ناامنیو د تګ احتمال شته دی.