بهرنیو چارو وزارت: پاکستان پر طالبانو کنټرول لري، سولې ته دې وهڅوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې چې ویلي یې دي نړیوالې ټولنې د افغان سولې په خبرو کې د پاکستان رول په پراخه توګه منلی دی، له حقیقته لرې بللې دي.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له پاکستاني چارواکو څخه د افغانستان او نړیوالې ټولنې غوښتنه دا ده چې له خپل هغه نفوذ او کنټرول څخه چې پر طالبانو یې لري دغه ډله د معنا لرونکو خبرو مېز ته وهڅوي، تر څو په افغانستان کې جګړه او د وینې تویېدل ختم او نړیوال تروریزم پای ته ورسیږي.

بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د ملاتړ پر سر د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب او پاکستاني چارواکو ترمنځ لفظي شخړې زور اخیستی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د ډیریدو په هکله “مبالغه”کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د داعش په څیر ورانکاري عناصر او په افغانستان کې دننه ځینې ډلې چې ګټې یې په جګړې کې دي، د تاوتریخوالي په تازه پیښو کې لاس لري.

محب په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، “طالبانو په ټول افغانستان کې د افغان ولس پر ضد د تاوتریخوالي  ډک عملیات پیل کړي. موږ پوهیږو چې هغوي څنګه او ولې ددې کار وړتیا پیدا کوي. قریشي یا خبر نه دی، یا نادان دی او د هغوی (طالبانو) سره یو لاس دی..”

د محب په وینا، ښایي قریشي دا هم رد کړي چې اسامه بن لادن د پاکستان نظامي قوماندانۍ سره نږدې وموندل شو.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان  د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب پر ټویټ کلک غبرګون ښودلی دي.

یاد وزارت په افغانستان کې د اسلام آباد د لاس وهنو په هکله د محب څرګندونې غندلې او بې بنسټه یې بللي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان نقش په پراخه توګه منلی.

د وزارت په خبره، حمدالله نمحب د افغانستان د سولې په خبرو کې په پرمختګونو سترګې پټوي.

د یادونې ده چې حمدالله محب د تیر کوچني اختر پر مهال په ننګرهار کې هم پر پاکستان کې تندې نیوکې کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا پرې اعتراض وکړ.

له دې وروسته داسې اوازې خپرې شوې چې پاکستان له حمدالله محب سره اړیکې پریکړې کړې دي. خو محب ویلي وو، چې هغوی دې لومړی له ترهګرو سره اړیکې پرې کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي