بریتانیا: طالبان مو مجبوروي چې بېرته افغانستان ته ستانه شو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس په افغانستان کې د طالبانو له لوري پراخو بریدونو ته په اشارې د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه غندلې او زیاته کړې یې ده چې هغه یوه بې ځایه او ناکامه هوکړه وه.

د ډیلي مېل د راپور له مخې، بن والاس زیاته کړې چې دوی له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته خپلو متحدینو سره افغانستان ته د بېرته ستنېدو خبره مطرح کړې ده خو په وینا یې هیڅ هېواد هم زړه نه دی ښه کړی.

نوموړي پر هلمند د طالبانو برید ته په اشارې ویلي، چې طالبانو پر هغه ځای هم پراخ بریدونه پیل کړي دي چېرته چې ۴۵۰ بریتانوي پوځیانو خپل ژوند بایللی دی، ښوونځي سوځول شوي او نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

والاس څرګنده کړې چې طالبانو هیڅ تغیر نه دی کړی او ښایي دغه ډله دوی یو ځل بیا مجبور کړي چې که یوازې هم وي بېرته خپل ځواکونه دغه هېواد ته ولېږي.

بلخوا ډیپلوماټ خپرونې د افغان جګړې او سولې په اړه د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي، چې ځینې ناسمو باورونو د افغانستان اوسنی بحران وزېږاوه.

مقاله کاږي، هغه خیالي باورونه او افسانې چې د سولې خبرې یې غرقې کړې دا دي، لومړی داسې فکر کېده چې طالبان هم ګواکي غواړي مذاکرات وکړي. بله دا چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په داسې سترګه وکتل شول چې ګوندې دغې ډلې د خبرو پر مېز د امتیاز تر لاسه کولو لپاره جګړو ته زور ورکړی دی.

درېیم ناسم باور دا و چې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې وبلل شوې او دا باورونه وروسته تر هغه له منځه لاړل چې طالبانو له میاشتو وروسته جګړې پیل کړې او پخپله یې ثابته کړه چې دوی له خپلو اهدافو په شا کېدونکي نه دي.

بله موضوع دا چې امریکا فکر نه کاوه چې طالبان دې خبرې د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره کاروي او موخه یې د افغان بحران پای ته رسول نه دي خو د لیکوال په باور پر طالبانو شوي باورونه ټول برعکس شول.

د مقالې په وروستۍ برخه کې راغلي چې پر طالبانو ناسمو باورونو د سولې خبرې غرقې کړې او بلاخره اوسنی بحران یې وزېږاوه.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي