بایډن: پر افغان ځواکونو مو میلیاردونه ډالر لګولي، اوس یې مسوولیت دی چې له هېواد دفاع وکړي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

بایډن له افغان ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره شپه ناوخته په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې له افغان ځواکونو یې ملاتړ پر خپل ځای دی، خو له دې سره سره یې د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

جو بایډن ویلي دوی د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز، د معاشونو ورکړې او نورو برخو کې د دوی ملاتړ ته ژمن دي او دغه ځواکونه کولی شي د طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړي.

بایډن ویلي افغان ځواکونه پیاوړي دي، د دوی شمېر ډېر دی او دوی باید طالبان مات کړي.

هغه همدا راز ټینګار کړی چې د افغانستان د وضعیت په اړه پوره معلومات لري او هره ورځ د پېښو جزیات ورسره شریکېږي، نو له همدې امله دی ډاډه دی چې افغان ځواکونه به د طالبانو د تهاجمي بریدونو مخه ونیسي.

بایډن ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې یې پر افغان ځواکونو میلیاردونه ډالر لګولي دي او اوس ددوی مسوولیت دی چې له خپل هېواد دفاع وکړي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني د پوځ په لیکو کې د نوو ځوانانو د جلب او جذب پروسې پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې تېره ورځ ناوخته د ولسمشر غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوې او په هغه کې د امنیتي سکتور چارواکو خپل راپورونه وړاندې کړي دي.

ولسمشر د ښارونو د امنیت په تړاو اړوندو چارواکو ته لارښوونې کړې دي او تر څنګ یې د افغان پوځ په لیکو کې د جلب او جذب پروسې د چټکتیا او په دې برخه کې د خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.

ولسمشر ویلي خلک باید له افغان پوځ سره د یو ځای کېدو لپاره وهڅول شي او تر څنګ یې دې دا پروسه چټکه شي.

هغه د افغان ځوانانو دا کړنه هم ستایلې، چې په دې سختو شرایطو کې د خپل پوځ تر څنګ درېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي