هند د پاکستان لوبغاړو ته اجازه ورکړه، چې دې هېواد ته سفر وکړي

 

دا چې نړیوال شل اوریز جام نږدې شپږ میاشتې وروسته په هند کې ترسره کېږي، نو هندوستان اعلان کړی، چې د پاکستان لوبغاړو ته یې د ویزې حق ورکړی او کولای شي، چې هند ته سفر وکړي.

د هند د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې د هند حکومت ورسره موافقه کړې، چې د پاکستان لوبغاړو ته ویزې ورکوي او هند ته د نړیوال جام د ترسراوي په موخه ورتګ کې مشکل نشته.

د پاکستانیو لوبغاړو ترڅنګ د دوی مشران او همدارنګه د لوبډلې تشویق کوونکي هم کولای شي، چې له لوبډلې سره هند ته ولاړشي.

د نړیوالو جامونو پرمهال د هر هېواد ځېنې مینوال له لوبډلو سره په شخصي لګښت او یا هم د بورډ په لګښت ځي او بیا هلته خپله لوبډله تشویقوي.

د هند هېواد نهه لوبغالي په نښه کړي، چې نړیوال شل اوریز جام به پرې ترسره شي.

 

د پاکستان د کرکټ بورډ د مشر څرګندونې

څه موده وړاندې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان ماني ویلي وو، چې د هندوستان کرکټ بورډ دې، د پاکستاني لوبغاړو د ویزو د ورکړې او یا هم نه ورکړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

د پاکستان لوبغاړي نشي کولای چې په عادي لوبو کې هند ته سفر کړی، بلکې د نړیوالو جامونو پرمهال بیا د هند حکومت اجازه ورکوي، چې د پاکستان لوبغاړي هند ته ولاړ شي او لوبې وکړي.

 

د هند او پاکستان سیاسي کړکېچ

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پاکستان رامنځته شو او له ۱۹۴۷ څخه تر دې دمه د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پرسر څلور سترې جګړې شوي دي.

لومړۍ جګړه ۱۹۴۷ کې، دویمه جګړه ۱۹۶۵ کې، درېیمه جګړه ۱۹۷۱ کې او څلورمه ستره جګړه په ۱۹۹۹ کې شوې ده.

له دې وروسته هم د هند او پاکستان ترمنځ د ځېنو بریدونو له امله کړکېچ تازه شوی دی.

په ۲۰۰۸ کې په ممبيي کې بریدونو د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې.

د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هندوستان په نیمه پوځي ځواک ځانمرګی برید وشو، چې هند یې پړه پر پاکستان واچوله او هند څو ځله د پوځي اقدام هڅې هم وکړې.

د هند حکومت ادعا وکړه، چې د دوی جنګي الوتکې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې ځېنې سیمې بمبار کړې او ترهګر یې ووژل.

چې دې لړ کې پاکستان د هند یو پیلوټ ابي نندن هم نیولی و، چې د عمران خان په امر بېرته ورخوشې کړل شو.

نو دغو سیاسي ترینګلتیاوو د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې ترخې کړي او دې چارې د کرکټ په لوبډلو هم ژور منفي اغېز کړی دی.

 

نړیوال شل اوریز جامونه او ګټونکي هېوادونه

۲۰۰۷ کې لومړي پړاو هند وګاټه او پاکستان ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.

دویم پړاو په ۲۰۰۹ کې ترسره شو، چې پاکستان وګاټه او سریلانکا ته یې ماته ورکړه.

درېیم پړاو ۲۰۱۰ کې انګلستان وګاټه.

څلورم پړاو ۲۰۱۲ کې ویسټ انډیز وګاټه.

پنځم پړاو ۲۰۱۴ کې سریلانکا وګاټه او شپږم پړاو ۲۰۱۶ کې ویسټ انډیز خپل کړ.

 

وروستي مطالب