ليکنه او راټولونه
ـ ډاکټر/ه یا روغتیاپال/ه باید له هر څه دمخه د ښو او پاکو اخلاقو خاوند وي. د ناروغانو سره ډېر نیک او نرم چلند وکړي او داسې الفاظ او رویه خپله نه کړي، چې ناروغ د خواشینۍ او خفګان سبب شي.
ـ روغتیاپال/ه باید په خپل فن او دنده پوره لاس بر وي او معلومات ولري. د خپل کار په بهیر کې وارخطا او ناهیلی نشي او د ناروغ د ژوند تر وروستیو لحظو پوري د هغه له درملنې او مرستې لاس وانخلي.
ـ روغتیاپال/ه باید پاک او سوتره ژوند غوره کړي او نورو ته هم د پاک او سوتره ژوند سپارښتنه وکړي. له کبر، لویۍ او غرور څخه ځان وساتي، حیادار/ه، ایماندار/ه او مخلص/ه واوسي.
ـ روغتیاپال/ه باید تل ناروغ تهډاډګېرنه ورکړي او هغه تلقین کړي چې ستا ناروغي د درملنې وړ ده، دوا پر وخت وخوره جوړېږې.
ـ روغتیاپال/ه باید هېڅکله یو ناروغ سرسري نظر او بي اهمیته ونه ګڼي، ځکه کوم ناروغ چې ستاسې کلینک ته درځي یا تاسې ورسره مخ کېږي، نو هغه حتما تکلیف لري او ستاسې مرستې ته اړتیا لري. نو هغه په پوره ډول معاینه کړئ او د هغې څخه د رنځ په باره کې معلومات واخلئ او بیا ورته لازمه سپارښتنه وکړئ.
ـ روغتیاپال/ه باید کوښښ وکړي د ښو کمپنیو درمل وکاروي، د خپلې اقتصادي ګټې او تاوان خیال ونه ساتي او د درملو ارزاني ته مه ګورئ دا کار هم تاسي او هم ناروغ ته زیان رسوي. ځکه که تاسې په توصیه شوي او ارزانه دوا کې ناروغ روغ نشي، نو ستاسې اعتبار او شهرت ته صدمه رسېږي.
ـ روغتیاپال/ه باید د نسخې د لیکلو پر وخت د مریض اقتصادي وضعیت ته پاملرنه وکړي، اضافه دوا باید ور نه کړل شي، ځکه د مجبوریت له وجي هغه دوا نشي اخیستلای رنځ به یې بې علاجه پاتې شي.
ـ ډاکټر باید تل د مریض سره په پراخه ټنډه او له خندا سره راشه درشه وکړي د ناروغ نوم په ادابو سره واخلي.
ـ تل د الله شکر ګذار اوسي او پرهېزګاري خپل عبادت وګرځوي او د خدمت په اراده له ناروغ سره مرسته وکړي.
ـ یو ښه روغتیاپال هېڅکله خپله وظیفه کې غفلت نه کوي، ټولو اصولو باندې پابند وي.
ـ ښه روغتیاپال/ه د خپلې رشتې خلاف ناروغان نه ګوري، بلکې نورو ته معرفي کوي او خپل ناروغ کتلو ته کافي وخت ورکوي.
ـ په طبابت کې تر ټولو اړینه خبره لویه حوصله باید لرل دي.