
په اندونیزیا کې د سیلابونو او ځمکښویېدنې له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۷۱ ته لوړ شوی دی.
د راپورونو له مخې د اندونیزیا او شرقي تیمور په ډېرو برخو کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي دي.
د ورښتونو ډېرېدو په ځينو برخو کې د اوبو ذخیرې او بندونه هم مات کړي دي.
راپورونه وایي چې د مړه شویو کسانو شمېر ۷۱ ته لوړ شوی دی او ویل کېږي چې ګڼ کسان تري تم هم دي.
بلخوا مرستندویه ډلې د ورکو شوو کسانو په لټه کې دي او ددې احتمال شته چې د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي.
د یادونې ده چې نن بنګله دېش کې د یوې مسافر وړونکې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې پنځه تنه مړه شوي دي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې دا کښتۍ چې ۵۰ سپرلۍ یې لرله تېره ورځ د دغه هېواد د پلازمېنې ډاکه ښار په سوېل کې د شیتالاکسیا په سیند کې له یوې سوداګریزې بېړۍ سره تر ټکر وروسته ډوبه شوې ده.
د سیمې پولیسو رسنیو ته ویلي چې په دغه پېښه کې د دغې کښتۍ پنځه تنه سپاره مړه شوي او یو شمېر نور یې تري تم دي.
چارواکي وایي چې د یادې کښتۍ یو شمېر مسافرو په لامبو وهلو سره خپل ځانونه ساحل ته رسولي او ژغورل شوي دي.