اپریل 19, 2021

افغان اردو د علیپور د چاودیدونکو توکو یو لوی ډیپو له منځه یوړ

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ کې د غیر مسؤلو وسلوالو د چاودیدونکو توکو یو لوی ډیپو کشف او له منځه یوړل شو

یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دفاعي او امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ددې عملیاتو په پایله کې د دښمن د چاودیدونکو توکو او مهماتو ۱ لوی ډیپو, ۱ قرارګاه او په سېمه کې د ملکي خلکو د زور زیاتي په موخه د ترهګرو د اخاذي یو شمېر پوستې کشف او له منځه یوړل شوې.

دفاع وزارت ویلي همدا راز د دښمن ۱ موټر, ۶ ایکم مخابرې او د بیم یک ۸ مرمۍ لاسته راغلي دي.

باید وویل شي چې وروسته له هغه چې د علیپور کسانو د ملي پوځ چورلکه وویشته، اوس تازه هلته افغان ځواکونو عملیات پیل کړي او ویل شوي چې ډیره سیمه یې د یادو ترهګرو له شتونه پاکه کړې ده.

خلکو پر ټولنیزو رسنیو له حکومت غوښتي چې علیپور او اړوند کسان او نور غیرې مسووله وسله وال او ترهګر وځپي.