جهادي مشر اسماعیل خان او احمد مسعود د مقاومت د جبهې رهبر، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، سره په تهران کې کتلي دي.
امیر خان متقي هم دا لیدنه تایید کړې ده.
ښاغلي متقي خبریالانو ته وویل: ”د قوماندان اسماعیل خان او هم احمد مسعود سره مو په ایران کې ولیدل. د نورو افغانانو سره مو هم لیدنه درلوده او له هغوی مو وغوښتل چې هېواد ته ستانه شي، هېڅوک به دوی سره کار ونه لري او دوی ته به امنیتي ستونزې هم را ولاړې نشي.“
د مقاومت جبهې ته نږدې سرچینو هم دا لیدنه تایید کړې ده.
ویل شوي چې دا لیدنه د ایران په منځګړيتوب ترسره شوې ده.
د ایسنا د راپور پر بنسټ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده، نن دوشنبه د مرغومې ٢٠مه هم د یوې پوښتنې په ځواب کې د دغه لیدنې په اړه وویل: ”په دغه سفر کې د ایران اسلامي جمهوریت د خبرو اترو کوربه و. د افغان ډلو ترمنځ ښې خبرې ترسره شوي او هيله لرو پایله یې د افغانستان خلکو ته روښانه راتلونکي ځان سره ولري.“
ښاغلي خطیب زاده په دې برخه کې د ایران د سیاست د توضیح اړوند وویل چې ” د افغانستان د خلکو د وضعیت په اړه د ایران لید، پراخ بنسټه دی، د سیمې او قومیت پلوۍ پرته. زموږ لید دا دی، چې د افغانستان په جغرافیا کې د ټولو اوسېدونکو قومونو غږ او غوښتنې واورېدل شي.
د دغې لیدنې جزییات او انځورونه نه دي خپاره شوي.
د دغه سفر په ترڅ کې ښاغلي متقي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یو شمیر چارواکو لکه د ایران د د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ، د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره هم خبرې اترې کړي دي.
ښاغلي متقي په یوه صوتي پيغام کې، د تهران خبرې ګټورې بللي او ښو پایلو ته یې هيله مندي ښودلې ده.
چارواکي وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوی چې تهران ته تللي و، دوشنبه بیرته کابل ته ستانه شوي دي.