امریکا وایي د درې سوه زره افغان پوځیانو دنده ده چې د خپل هېواد ساتنه وکړي.
د امریکايي پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي په افغانستان کې د وروستي وضعیت په اړه د وضاحت لپاره د امریکا سنا ته بلل شوی و.
نوموړي ویلي چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د طالبانو ګواښ هم په هومره حد کې نه دی چې د اندېښنې وړ وي.
دده په باور طالبانو ځینې ولسوالۍ نیولې دي، خو لوړه سلنه ولسوالۍ او ټول ولایتونه د افغان پوځ په لاس کې دي او په خبره یې افغان پوځيان د خپلې خاورې ددفاع وړتیا لري.
مارک مېلي دغه راز ویلي افغانستان دمګړی شاوخوا درې سوه زره پوځيان لري او دا د دوی دنده ده چې د خپل هېواد ساتنه وکړي او د ترهګرو ډلو فعالیتونه ودروي.
دغه لوړپوړي امریکايي جنرال همدا راز ویلي چې دوی د هر ډول احتمالي ګواښونو پر وړاندې ځواب ته تیار دي او ټول وضعیت په دقیقه توګه څاري.
جنرال مېلي داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې همدا اوس د افغانستان د ډېری ولایتونو په ولسوالیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ مخامخ جګړې روانې دي او دواړه یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو خبر ورکوي.
بلخوا تېره ورځ د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي چې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په پایله کې په دغه هېواد کې د یو باثباته حکومت په جوړولو کې پاتې راغلې ده.
ریانوسټي نیوز د شویګو له قوله ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو لاسته راوړنو ساتنه د ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو او دغه راز سازمانونو جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
شویګو زیاته کړې چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته احتمال لري چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې بیا پیل شي او دا چاره به د دې سبب شي چې ډله ییز مهاجرت او ګاونډیو هېوادونو ته افراطیت خپور شي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی او په ځینې ولایتونو کې یو شمېر خلکو د دغې ډلې پر ضد د جګړې اعلان کړی دی.