امریکا: له اماراتو د افغان کډوالو د لېږد بهیر دوه اوونیو کې پیلوو

رنګین تجريدي ډیزاین

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې امریکا به په دوو اوونیو کې دننه له اماراتو څخه د افغان کډوالو د لېږد بهیر پيل کړي.

په ورته وخت کې راپور کې په ابوظبۍ کې د معترضو افغان کډوالو له خولې ویلي چې دوی خپل اعتراضونه وروسته تر هغه پای ته ورسول چې امریکا ورسره ژمنه وکړه چې په راتلونکو دوو اوونیو کې دننه به امریکا ته د دوی د تګ کارونه کېږي.

افغان کډوالو ویلي چې کمپ لکه زندان داسې دی او دوی نور په دغه ځای کې په بې سرنوشت حالت کې د ژوند تېرولو زغم نه لري.

د یادونې ده چې په یاد کمپ کې لس زره افغانان دېره دي.

هېره دې نه وي، چې کابل ته د طا لبانو له راتګ وروسته یاد افغانان امریکا له افغانستان څخه وویستل.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي