امریکا وایي د افغانستان له نوي حکومت سره خپلې شفافې ديپلوماسۍ ته ادامه ورکوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي امریکا په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی وکړي.
د نوموړي په خبره په همدې موخه له نوي حکومت سره خپلې شفافي ديپلوماسۍ ته ادامه ورکوي.
هغه همدا راز ویلي چې امریکا په یوه با ثباته او امن افغانستان کې خپلې دایمي ګټې ویني او تمه لري چې په دغه هېواد کې ټولشموله حکومت جوړ شي، د بشر حقونو ته درناوی وکړي او د نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي.
ویسټ همدا راز په اوسلو کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې غونډې هرکلی کړی دی او وايي خوښ دی چې په دې مذاکراتو کې یې ګډون کړی دی.
هغه تمه ښوودلې چې د افغانانو ترمنځ دغه ډول مذاکرات او بحثونه ادامه پیدا کړي.