امریکا وایي طالبان باید دا ضمانت ورکړي چې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو حقونو ته درناوی کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي دوی د طالبانو ټولې کړنې له نږدې څاري.
هغه زیاته کړې طالبان او د امریکا نړیوال متحدین باید دا ضمانت ورکړي، چې دغه ډله د مېرمنو ټولو حقونو ته درناوی کوي او پر خپلو ژمنو عمل کوي.
بلینکن دغه راز وایي، چې دوی په افغانستان کې د طالبانو ټولې کړنې په دقیقه توګه څاري او په اړه به یې پرېکړه کوي.
تر دې وړاندې برېټانیا هم ویلي چې د طالبانو ټولې کړنې او فعالیتونه په دقیقه توګه څاري او وروسته یې په اړه خپل دريځ روښانه کوي.
طالبان بیا وایي چې دوی د مېرمنو ټولو حقونو او ازادیو ته درناوی لري، خو د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې.
بلخوا بلېنکن د افغانستان د وضعیت په اړه د برېټانیا او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر سره په افغانستان کې پر روان وضعیت او دغه راز له دغه هېواد سره د افغان سولې په اړه خبرې شوې دي.
سرچینه وړاندې لیکي، چې دواړو په دې اړه خپل نظریات څرګند کړي خو په تړاو یې لا ډېر جزیات نه دي خپاره شوي.
بلینکن دغه راز له خپل برېټانوي سیال دومنیک راب سره هم خبرې کړې دي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې په افغانستان کې به روان وضعیت څاري او هڅه کوي د بشري حقونو د نقض مخنیوی وشي.