امریکا: د محکمې تر پرېکړې د افغانستان شتمني پر خپل ځای ده

رنګین تجريدي ډیزاین

امریکا وایي د محکمې تر پرېکړې پورې د افغانستان شتمني پر چا نه وېشل کېږي.

د سپينې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د بايډن هڅه دا ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي له همدې امله یې ۳،۵ میلیارده ډالر ازاد کړي دي، خو د پاتې شتمنۍ په اړه به محکمه پرېکړه کوي.

جین ساکي وایي د محکمې تر پرېکړې وروسته به دغه پیسې د سپټمبر د پېښې پر قربانیانو وېشل کېږي تر هغه پورې د افغانستان شتمني پر خپل ځای ده.

بايډن د تېرې جمعې په ورځ یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې له مخې یې د افغانستان کنګل شوې اووه میلیارده ډالر شتمني دوه برخه کېږي او له دې یوازې یوه برخه یې افغانانو ته پر بشردوستانه مرستو لګول کېږي.

دې پرېکړې په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي او افغانان ددې غوښتونکي دي چې دغه شتمني ازاده شي او د افغانستان د راتلونکې لپاره وساتل شي.

د یادونې ده، چې پرون ورځ په کابل ښار کې سلګونه لاریون کوونکو له ځان سره د امریکا ضد شعارونه لېږدول او له امریکا یې د شل کلنې جګړې د غرامت غوښتنه کوله.

دوی وایي امریکا په افغانستان کې شل کاله جګړه کړې ده او زرګونه ملکي افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې چې باید غرامت یې ورکړي.

لاریون کوونکو دغه راز د بایډن دا پرېکړه چې د افغانانو شتمني به د سپټمبر د پېښې پر قربانیانو وېشي په کلکو ټکو غندلې او په خبره یې امریکا په سیمه او افغانستان کې د شل کلنې جګړې مسووله ده او په دې ډول غیر عقلاني کړنو دې خپل جنایتونه نه پټوي.

دوی ویلي چې امریکا دې ژر تر ژره د افغانانو کنګل شوې شتمني ازاده کړي، هغه دې افغانانو ته وسپاري او په دې شتمنۍ کې دې له تصرف ډډه وکړي.

هېره دې نه وي، چې افغان حکومت د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان ا.ا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او امریکا پکې د تصرف او په خپل سر د وېشلو حق نه لري.

اعلامیه وايي د امریکا دغه کړنه د نړیوالو قوانینو خلاف او د دوحې هوکړې خلاف عمل دی چې افغان حکومت یې پر وړاندې خپل دریځ لري.

سرچینه وړاندې لیکي امریکا دې ژر تر ژره له خپلې پرېکړې په شا شي او که دا کار و نه کړي نو افغان حکومت هم اړ دی چې ددغه هېواد پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي