د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه،سليزه،ويکټه او نور جالب مالومات

کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ تاريخي لوبه له عمان سره ترسره کړې وه او په دغې لوبه کې افغان لوبډلې ماته خوړلې وه.

اسوشېټ مېمبر شېپ یا د دویمه درجه لوبډلو کې د غړیتوب لوبو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر الله داد نوري وو.

د افغانستان کرکټ لوبډلې بريا سفر په ۲۰۰۶ز کې هغه وخت پيل شو کله چې دې لوبډلې منځني ختيځ کې بحرين سره سيالي درلوده او بیا یې د MCC یا مېرېلېبن کرکټ کلب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په اول ځل په ۲۰۰۴ز کې افغان لوبډلې ACC یا اسیا کرکټ کونسل ټرافي کې شپږم مقام ترلاسه کړ، لومړي ځل ټورنمينټ سياليوکې افغان لوبډلې عمان سره يوځاى د بريا جام پورته کړ خو لوبه مساوي شوې وه، نو جام شریک شو.

لومړۍ پنځوسيزه او د غوره لوبغاړي جايزې اخېستل بيا د رئيس احمدﺯي په نوم ثبت شوې ده.

د افغانستان لپاره لومړۍ وېکټ الله داد نوري اخستې ده.

د کرکټ څانګه د لومړي ځل لپاره د فدارسيون په بڼه رامنځ ته شوه او د کرکټ فدارسيون اولنى مشر حامد يوسف چرخي وو.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۱ز نړيوال جام سفر له جرسي څخه پيل کړ او دغو لوبو کې افغان لوبډلې پنځم مقام ترلاسه کړ خو نړيوال جام کې د لوبېدو حق یې ترلاسه نه کړ.

په افغانستان کې د کرکټ تاج کتاب، تاج ملوک عالم ليکلى دى.

انټرکانټينېټل یا د لویو وچو ترمنځ سیالیو کې لومړي ځل لپاره محمد شهزاد د کاناډا پر وړاندې غبرګه سليزه وهلې وه.

په ټېسټ کرکټ کې لومړنۍ سيالۍ افغان لوبډلې د فول ميمبرشيپ یا بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې په توګه له هندوستان سره ترسره کړې ده.

لومړۍ نړيواله يوورځنۍ لوبه افغانستان د سکاټلينډ خلاف په ۲۰۰۹ز کې ترسرکړې وه.

ټېسټ کرکټ کې لومړۍ سليزه د رحمت شاه زرمتي او غبرګه سلیزه حشمت الله شهیدي پخپل نوم ثبت کړې ده.

نړيوال شل اوريزجام کې دولت احمدﺯي اوله وېکټ د ګاتم ګمبير ترلاسه کړې ده.

فول ميمبرشيپ یا بشپړ غړیتوب افغانستان د ايرلينډ لوبډلې سره يوځاى د روژې مبارکه مياشت کې د پنج شنبې په ورځ په کال ۲۰۱۸ز کې ترلاسه کړ.

افغان لوبډلې لپاره الله داد نوري، رئيس احمدﺯي، دولت احمدﺯي، کريم صادق، نوروﺯ منګل، حميد حسن، محمد نبي، ګلبدين نايب او اصغر افغان لوبډلمشري کړې ده.

په افغانستان کې د فرسټ کلاس لوبو لومړنی توپ نجات مسعود لخوا ترسره شوى، لومړۍ ويکټ هم نجات اخستې ده.

فرسټ کلاس لوبو کې اوله سلیزه ضیائ پرواني وهلې او لومړنۍ څلوریزه هم د پرواني له بيټ څخه راغلې ده.

لومړۍ غبرګه سليزه منير احمدکاکړ او اول ځل درې غبرګې سليزې بهيرشاه محبوب په خپل نوم د تاريخ په کرښوکې ثبت کړې ده.

په دغه لوبو کې د 22 شپږيزو ريکارډ شفيق الله شفق سره دى او په اول ځل ددغه لوبو د ټورنمنټ غوره لوبغاړى کريم خان صادق وو.

لومړۍ لوبه په الکوزي لوبغالي کې وه، ددغه لوبو کې لومړی ميچ ریفري ضراب شاه زهير وو، لومړى لوبڅار بسم الله جان شينواری وو.

کریک انفو سايټ کې په اول ځل سکورينګ یا د منډو ورپورته کولو او بالرانو پسې د اورونو او منډو لیکلو پروسه، سميع الله ستانکزي، جمروز ناصري او صفي الله عزيزي ترسره کړې ده.