امریکا د افغانستان په تړاو د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

امریکا د افغانستان په تړاو د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د لوژستیکي ستونزو له امله دوی نه شي کولی د افغانستان په اړه په مسکو کې په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د سرچینې په خبره دوی به په راتلونکو کنفرانسونو کې ارو مرو برخه اخلي خو په دې کې یې ګډون ناشونی دی.

تر دې وړاندې روسیې ویلي وو چې ښایي امریکايي پلاوی په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

دا کنفرانس د مسکو په کوربه توب جوړېږي او موخه یې هم دا ده چې په افغانستان کې اوسنی بې برخلیکه وضعیت پای ته ورسېږي او د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل ته لار پرانیستل شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالسلام حنیفي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د افغانستان په تړاو د مسکو ناستې ته روان شو.

په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي،د سوداګرۍ او اقتصاد سرپرست وزیران او کابل ښاروال هم برخه لري.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي ددغه ناستې موخه داده تر څو د افغانستان نوي حکومت ته له نړیوالې ټولنې سره ښو اړیکو ته لاره هواره او نوی حکومت دیته پرینږدي چې منزوي شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي