حکمتیار: ډاکټرنجیب د وخت ترخه تجربه باید تکرار نه شي،طالبان باید له مذاکراتو شاته نه شي

د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي، چې د ډاکټر د وخت ترخه تجربه باید تکرار نه شي او سوله وشي.

هغه پر طالبانو غږ کړی چې له افغانانو سره خبرو ته دوام ورکړي او که چیرته طالبان له خبرو په شا شول نو د ټولو افغانانو د غوښتنو خلاف عمل به یې کړی وي.

حکمتیار دا خبرې نن یوې خبري ناستې ته کړي دي.

نوموړي ویلي چې په نوی انتقالی حکومت کې باید ملي اردو او امنیتي ځواکونه په خپل حال پاتې شي، نظام او اساسي قانون هم باید په خپل حال پاتې شي او یوازې د حکومت رهبري تغیر شي.

ګلبدین حکمتیار زیاته کړې چې له طالبانو او نورو ډلو غواړي چې د استانبول ناسته کې ګډون وکړي او د افغانستان شل کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د امریکايي سرتیرو وتل

هغه د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه ویلي چې متحده ایالت باید خپل ۵۰ سلنه سرتېري مې میاشت کې او پاتې نور سپټمبر میاشت کې له افغانستانه وباسي.

د نوموړي په وینا؛ د امریکايي ځواکونو له لوري د سرتېرو ایستلو وروستۍ پرېکړې د استانبول غونډه له خطر سره مخ کړه.

انتقالي حکومت او ټاکنې

حکمتیار همداراز ویلي چې افغانستان کې باید داسې انتقالي حکومت رامنځته شي چې موده یې له یوه کاله زیاته نه وي، تر څو آزادو او بې طرفه ټاکنو ته لاره هواره کړي او انتخاباتي قانون کې باید تعدیلات راشي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي د استانبول په ناسته کې ګډون نه کوي، خو له دې سره سره هڅې روانې دي چې دا ناسته ترسره شي.

پرون په همدې اړه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم غږیدلی او پر افغان سوله یې خبرې کړي. له دې سره سره ویل کیږي امریکا هم هڅه کوي چې طالبان وهڅوي څو د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي.

ترکیې ویلي، دا ناسته چې لس ورځې به دوام وکړي، د اپریل په ۲۵ نیټه به جوړه شي، خو معلومه نه ده چې طالبان به ګډون وکړي که نه.

 

 

وروستي مطالب