امریکا او اندونیزیا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په اسلام اباد کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې خبرې ګټورې وې او ټینګار شوی چې له افغانستان سره به د بشردوستانه مرستو په برخه کې همکاري ډېروي.
د دې تر څنګ ټوماس ویسټ هم ویلي چې لیدنه ګټوره او له لاس ته راوړنو ډکه وه.
د نوموړي په خبره اندونیزیا د افغانستان په سیاست کې مهم رول لري او تل یې له دغه هېواد سره مرستې کړې دي چې په دې لیدنه کې هم د مرستو پر ډېرېدو او رسولو بحثونه شوي دي.
د یادونې ده چې د مرکزي اسیا غړي هېوادونه او هند هم پر افغانستان خبرې کوي.
د راپورونو له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه له غونډې سره هممهاله په نوي ډهلي کې هم د هند او پنځو اسیايي هېوادونو ترمنځ غونډه کېږي.
په دې غونډه کې د هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د بحث مهمه موضوع یې د افغانستان روان وضعیت دی.
هندي رسنیو ویلي چې په دې غونډه کې به له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو، له دغه هېواد سره پر اقتصادي همکاریو، د سیمې پر اتصال او د چابهار بندر پر فعالېدو او پراختیا خبرې کېږي.